موري ورور به مي كله مري؟«يوه دردناكه او ريښتيني كيسه»

حمدالله فطرت

دګټې وټې یې همدا ددو ماشومانو پلار وو چی د څو میاشتو راهیسي د سختې ناروغۍ له لاسه دکټ شوی وو هستي او نیستي یی ټوله د خاوند پر علاج خرڅ شوې وه
له څو ورځو راپه دیخوا یې په نغري کي اور نه وو بل شوی ماشومان به مور ته سپیرې شونډی راغلل او په ژړا ژړا به یې د وږې گیډې لپاره زار قاتل “ډوډۍ” غوښتل
خو بیا به همداسي د بې وسه مور داوښکو په باران کي خوب یووړل.

د کاله مشر نه د رغیدو وو او نه یی دژوند تناو پریښودی
تر ډیره د ژوند او مرگ تر منځ لاس وگریوان وو
خو اخر داسی ورځ راورسیده چی د کاله د مشر بستره یې د ناروغۍ له كټ څخه دجنازې دكټ پر لور ورټوله شوه.

دکور میرمن کونډه او ماشومان یی یتیمان شول!!
دکفن او دفن چاری یی هم د پور او سلم په روپیو وربرابر کړل د سیمه ایز دود او بایده له مخي دگاونډیانو له کورونو دخوراک څه نا څه لوښي راغلل دکور د میرمنې یوه مړي هم تر ستوني نه تيريده وږي تږي يي دخپل تور قسمت له لاسه اوښکی تویولې.

خو دهغی 8 کلن زوی او 5 کلنه لور چی له لوږې پرته په بل هیڅ غم نه وو خبر په دواړو لاسونو دخوراک له لوښو شخوند واهه.

په شپو او ورځو یی له وچ ټوک پرته دبل شي څکه هم نه وه کړې.

تردریو ورځو ددې بې اسري كاله د خیټې د دوزخ اور لږ ارام شوی وو.

خو ډیر ژر دا درزق دروازه وتړل شوه بیرته هغه لوږې او تندې بیرته هغه تړمي اوښکې او خاموشي سلگۍ پرلپسي لوږي يي اته كلن زوی هم سختې تبې له پښو واچاوو ورځ تر بلې یې رنگ زیړیده دمور په زړه کی یی ديوه بل غم تازه دردونو خولي وازې كړې وې په سرو سترگو به تر سهار دیوازني زوي سرته ناسته وه پر خپله بیکسي او بیوزلي یې ژړل د خاوند غم یی لا نوین وو چی ماشوم زوی یی ورته په کټ شو.

پنځه کلنې لور یی بوڅه خوله او معصومه لهجه له مور نه وپو ښتل:

موري ورور به مي كله مړكيږي؟

دمور غوږونو کی یو ازانگه شوه گنگه شوه تا به ویل چی همدا اوس یی پر سراسماني ټکه رالویدلې وي په ژړغوني اواز یی ورته وویل: ولی په سترگو ړنده شې ولې داسې وایې؟

داخو زما او ستا یوازنۍ اسره ده خدای به یی راته روغ کړي؟

ماشومه په سلگو شوه ویل مورې زه وږي يمه چی ورور مي مړ شي نو گاونډیان به ډوډۍ راکره راوړی!!!

یادونه: روژه د برکتونو او ثوابونو میاشت ده، د خپل ګاونډ د بیوزلو او غریبو خلګو حال واخلئ او چې څه مو په وسه وي ورسره مرسته وکړئ.
آسانه لار دا ده چي دا پیغام نورو ته ورسوه کېدلی شي ستا په ویلوڅوک عمل وکړي!!

حمدالله فطرت

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

اللهُ تعالی خو دی دا ظالم سره کفار زمونږ له هيواده ورک کړی او طالبانو کرامو غوندی سپيڅلی پر حاکمان کړی ، مونږ الحمدلله ښه غنی هيواد لرو بيا به دا د درد ، نيستی او بيوسی کيسی نه وی اِن شاءالله .