هلمند؛ د بهرنیانو په هوايي برید کې د څلورو قوماندانانو په ګډون لسګونه پولیس وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶غویي ۱۳۹۸ل): د هلمند ولایت مرکز  «لښکر ګاه» ښار ته څېرمه بهرنیانو په خپلو همسنګرو عسکرو بمبار کړی چې؛ په پایله کې یې د څلورو مهمو قوماندانانو په ګډون لسګونه تنه پولیس وژل شوي.

سرچینې وايي؛ یاد برید نن ماخستن نهه بجې داسې مهال ترسره شوی چې؛ د لښګر ګاه ښار ختیځې دروازې ته څېرمه د پولیسو اکاډمۍ په امنیتي پوسته باندې د طالبانو له لوري جګړه روانه وه.

د سرچینو په وینا؛ د یادې جګړې په دوران کې د پولیسو له اکاډمۍ څخه د پولیسو نظامي کاروان د طالبانو د برید د شاته تمبولو په غرض راووت چې؛ د بهرنیانو تر هوايي برید لاندې راغی.

ویل کېږي چې؛ په یاد برید کې د هلمند-کندهار د لویې لارې عمومي قوماندان ګران حبیب، د ارکان رئیس څارن غلام سعید، د اکاډمي دمرستیال قلندر ماما او د ټولۍ د قوماندان جان ماما په ګډون په یاد برید کې تر دېرشو زیات پولیس وژل شوي.

شمشاد تلویزون ته هم یوې امنیتې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط په خپلو همسنګرو باندې د بهرنیانو هوايي برید تائید کړی خو ددې برید د عواملو په اړه یې لا هم څه نه دي ویلي.

یاده دې وي چې؛ په دولتي عسکرو باندې د بهرنیانو هوايي بریدونه کومه نوې خبره نه ده؛ تر دې وړاندې هم د ګډ حکومت سرتېري د بهرنیانو له لوري په نښه او وژل شوي چې؛ په تړاو یې حکومت له بهرنیانو د وضاحت غوښتلو جرات ندی کړی.

تبصرې (4)

  • یاالله ظالم په ظالم مسلط کړی اوداهیواد دغلامانواو اجیرانوڅخه پاك کړی ؟والسلام .

  • واه څومره خوندور خبر
    د کفارو غلامی او ورسره دوستی همدا عواقب لری ، ولعذاب الاخرته اکبر

  • دا هم اشغالګرو او غلامانو ته یی د خدایی عظمت نښی دی چه خپل ساتونکی خپله وژنی.
    په دی اړه د هیتلر هغه خبره رایاده شوه ویل یی : له هغو څخه کرکه لرم چه زمونږ د یو څو مارکونو او مقامونو له امله یی خپل خلک، خپله خاوره او خپله خپلواکی په مونږ وپلورله که یی په مونږ وسه ورسیږی مونږ به هم وپلوری او هغه میړنی می خوښیږی چه زمونږ په مقابل کی د خپلو خلکو، خاوری او خپلواکی څخه د دفاع د پاره وجنګیدل او جنګیږی دوی د لوړ همت او غیرت خاوندان دی چه مړی به مو لمر ته پری نه ږدی.
    نو ځینی اشغلګر او په ځانګړی ډول غریب عسکر یی هیتلر ته ورته مفکوره او عقیده لری چه له دغو غلامانو کرکه لری چه وسه یی ورسیږی د همداسی برخه لیک سره یی مخ کوی