سرچینه: افغان لوبډله بنګلدیش کې د زمبابوې په شمول سیالۍ کوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۶ غوایي، ۱۳۹۸ل): اټکل شوې چې د افغانستان کرېکټ لوبډله د زمبابوې په ګډون په بنګلدیش کې د شل اوریزو سیالیو درې اړخیزه سیریز ترسره کوي.

نن ټکی اسیا ته ځینو ناڅرګندو سرچینو ویلي دي چې له نړیوال جام څخه وروسته د سپتمبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې افغانستان، زمبابوې او بنګلدیش لوبډلې د شل اوریزو سیالیو سیریز ترسره کوي.

افغانستان او بنګلدیش لوبډلې نړیوال جام ته د چمتو والي په موخه په انګلستان کې په سیالیو بوختې دي خو زمبابوې لوبډله له نړیوال جام څخه بهر ده.

د بنګلدیش، ایرلینډ او ویسټ انډيز لوبډلو ترمنځ درې اړخیزه سیریز پېل شوی دی چې بنګلدیش لوبډلې دوه واره ویسټ انډیز او یو وار ایرلینډ ته په ماتې ورکولو پایلوبې ته لار موندلې ده.

له بل پلوه افغان لوبډلې د سکاټلینډ پر وړاندې د دوه یو ورځنیو سیالیو سیریز ترسره کړ چې لومړی لوبه د ورښت له کبله لغوه او په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې بریا خپله کړه.

د یادونې ده چې افغان لوبډله سبا د جمعې په ورځ په ۱۷مه نېټه ایرلینډ ته د دوه یو ورځنیو سیالیو په موخه دغه هېواد ته سفر کوي، دغه سیالۍ به د روانې میاشتې په ۱۹مه او ۲۱ نېټه ترسره شي.