ورزش

د کرېکټ نړیوالې شورا؛ نړیوال جام لپاره د مبصرینو لیست خپور کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ غوایي، ۱۳۹۸ل): د کرېکټ نړیوالې شورا پرون د پنجشنبې په ورځ د راتلونکي یو ورځني نړیوال جام لپاره د بېلا بېلو هېوادونو «۲۴» مبصرینو نوملړ خپور کړ.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په خپور شوي لیست کې ډير تجربه لرونکي مبصرین شامل دي، خو ځینې نوي مبصرین چې مایلکل کلارک، کمار سنګاکارا، برینډن میکولم او ګریم سمیت دي هم شامل دي.

دا وار به د نړیوال جام په مبصرینو کې درې ښځینه (ایسا ګوها، میل جونز او ایلیسن میچل) مبصرینې چې یوه د استرالیا او دوه د انګلستان هېوادونو لخوا دي هم شاملې وي.

په یاد لیست کې د هرې لوبډلې لخوا چې په نړیوال جام کې لوبیږي مبصرین شامل دي خو افغانستان چې تر دې دمه کوم غوره مبصر نه لري په یاد لیست کې یې هم څوک نه دي شامل شوي.

د مبصرینو په یاد نوملړ کې د اسیایي هېوادونو څخه ۷ مبصرین شامل دي چې د پاکستان لخوا مشهور مبصر رمیز راجا او وسیم اکرم، د هند لخوا هارشا بوګلی، سارو ګنګولي او سنجی منجریکر، د سریلنکا لخوا کمار سنګاکارا او د بنګلدیش لخوا اطهر علي خان شامل دي.

همدا ډول نور مبصرین له پاتو هېوادونو څخه دي چې د سویلي افریقا لخوا ګریم سمیت او شان پولک، د استرالیا لخوا مایلکل کلارک، میل جونز، مایکل سلیټر او مارک نکولس، د انګلستان لخوا ناصر حسین، ایسا ګوها، ایلیسن میچل، مایکل ایترټن، ای این وارډ، د نیوزیلنډ لخوا برینډن میکولم، سایمن ډول او ایون سمیت، د زمبابوې لخوا پومي ایم بنګوا او د ویسټ لخوا مایکل هولډینګ او اين بیشوپ شامل دي.

یاده دې وي چې د یو ورځني کرېکټ نړیوال جام سیالۍ به د روانې مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه په انګلستان کې پېل شي چې تر ۵۵ ورځو به دوام وکړي او د جولایي میاشتې په ۱۴مه نېټه به پایلوبه ترسره کیږي، افغانستان به خپله لومړۍ سیالۍ د جون میاشتې په لومړۍ نېټه د استرالیا پر وړاندې ترسره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x