افغانستان

« د ننګرهار والي د داعش پروژې د پلې کولو لپاره ټاکل شوی»

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ غويی، ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولایتي شورا د ننګرهار والي «شاه محمود میاخېل» د داعش پروژې په پاللو او ملاتړ کولو تورنوي.

ددې شورا یوه غړي «اجمل عمر» د ننګرهار د وروستیو نا امنیو په تړاو رابلل شوې خبرې ناستې ته وویل؛ د ننګرهار والي غواړي په شېرزادو او خوږیاڼو ولسوالۍ کې د داعش پروژه وپالي او تقویه کړي چې؛ دا څرګندوي نوموړی د ننګرهار له امنیت سره هیڅ علاقه نه لري.

عمر وړاندې زیاتوي؛ دوی په همدې اړوند بشپړ اسناد لري او که والي له دوی سره مناظرې ته حاضر شي دوی به یاد اسناد له خلګو ا ورسنیو سره شریک کړي.

د اجمل عمر تر دې څرګندونو وروسته؛ شاه محمود میاخېل په خپله فسبوکپاڼه باندې عمر او د ننګرهار د ولایتي شورا رئیس «احمد علي» په دې ولایت کې د نا امنیو لاملین وبلل او هغوی یې په پراخ مالي فساد او ا ختلاس تورن کړل او ادعا یې وکړه چې په نوموړي پسې کېدونکی «تبلیغات» له دې امله ده چې دی چارواکو ته ونډه نه ورکوي.

د والي دا ګام که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې مثبت ګام وبلل شو خو؛ د ولایتي شورا د غړو د مناظرې غوښتنه په ځای پاتې شوه او  میاخېل له هغوی سره مناظره کول د وخت ضایع کول وبللږ

یاده دې وي چې؛ د ننګرهار والي د داعش ډلې د فعالیتونو له چټکتیا سره هم مهاله ددې ډلې په پاللو او ملاتړ تورنېږي چې ورسره یو ځای غربي رسنیو داسې شایعات هم پیل کړي چې؛ ګواکي داعش ډله له سوریې او عراق څخه وروسته افغانستان ته رامخه کوي او غواړي همدلته سنګر ونیسي.

د چارو د شنونکو په اند؛  داعش ډله په افغانستان کې هغومره ځواک نه لري څومره چې ستره ښودل کېږي او که چېري بهرنی او کورنی ملاتړ ونلري د طالبانو په وړاندې به په لنډ وخت کې وسلې وغورځوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدګل اغابنوری

دافغانستان وکیل ،وزیر ،دګډ حکومت ،اړوند ټول پرسونل ،دتمساح حیوان ، خوی اوخاصیت لری ؟څومره چه اوبه مرداری وی ،بویناکی وی،اوخړی پړی وی نونومړی ځناور پکی دښکار کولو لپاره خوشاله وی ؟ والسلام .

الحاج استاذ بیانزی

زما په اند: د داعش پروژه له شکه یقین ته اوښتی ، دا پروژه هغه وخت شروع شوه چه د عربو په بسرلی کی د سوریی د تباهی وار راورسید چه له ټولو عربی هیوادو د القاعدی غړی سوریی ته راغلی وو او د النصر په نوم یی جبهه لرله. امریکا په داسی حال کی چه د القاعدی ګروپ ته یی تروریست او تورو لیستونو کی وو هر چیری یی په ضد جنګیدل مګر سوریه کی یی برخلاف ( یو بام او دوه هوا ) لایتناهی مالی او نظامی مرستی ورسره کولی. په دی اړه مونږ دوه دری لیکنی هم… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x