افغانستان

د طالبانو د بریدونو زیاتوالي «روسیه» اندېښمنه کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): په افغانستان کې د طالبانو چټک پرمختګ او د تېرکال په پرتله د بریدونو زیاتوالي د افغانستان په ګاوند کې پروت هیواد «روسیه» اندېښمنه کړې.

د روسیې د مرکزي ځواکونو یوه قوماندان «الکساندر لاپین» تېره ورځ یوې نظامي ناستې ته په خبرو کې ویلي چې؛ د تېر کال په پرتله سږ کال د طالبانو په بریدونو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی چې د جدي اندېښنې وړ دی.

لاپین وړاندې زیاته کړه « د افغانستان امنیتي وضعیت ورځ تر بلې د خرابۍ لور ته روان دی او ليرې نه ده چې دا حالت تر ۲۰۲۰م کال پورې په یو بحران بدل شي.»

د لاپین په وینا؛ په افغانستان کې په طالبانو سربېره داعش ډلې هم خپل فعالیتونه زیات کړي او شمېر یې له ۱۹۰۰ جنګیالیو څخه ۶۰۰۰ ته رسېدلی چې دا د تېر ۲۰۱۶م کال په پرتله درې چنده لوړ دی.

لاپین؛ په ځینو سیمو باندې د ګډ حکومت نه کنټرول د اندېښنې وړ وباله چې په وینا یې؛ ترورستان له همدې کمزورۍ څخه په ګټه اخستلو خپل فعالیتونه غزوي.

یاده دې وي چې؛ روسیه داسې مهال په افغانستان کې د طالبانو په بریدونو اندېښنه ښيي چې؛ د ګډ حکومت یو شمېر چارواکي یاد هیواد تورنوي چې؛ له طالبانو سره مرستې کوي او استخباراتي مالومات ورسره شریکوي.

روسیه هم یاد تور مني او د یوه نظامي او سیاسي ځواک په حیث له طالبانو سره اړیکې د خپلو اندېښنو د لیرې کولو او کورني امنیت د خوندي ساتلو لپاره اړینې بولی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Hidayat shinwaray

ای کاشکی چی په افغانانو کی لږ څه سیاسی شعور پیدا شوی او افغانستان یی له دی بدبختیو څخه ژغورلی وی. زمونږ گاونډیان ورځ په ورځ چاغیږی او پړسیږی او مونژ هره ورځ خپل توان د لاسه ورکوو. نور هیوادونه سیاست کڕی او مونژ د پردیو د ناروا سیاستونو قربانیان یوو. مونژ به کله لوبغاړی کیڕو چی د پردیو د لوبو څخه بچ شوو. نن زمونژ حثیت په مثال د توب دی چی هر یو په خپل وار سره زمونژ په وسیله خپل گول وهی. کله د امریکی په لاس او کله د روس او کله خو لا د بی… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

وایی : [د روسیې د مرکزي ځواکونو یوه قوماندان «الکساندر لاپین» تېره ورځ یوې نظامي ناستې ته په خبرو کې ویلي چې؛ د تېر کال په پرتله سږ کال د طالبانو په بریدونو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی چې د جدي اندېښنې وړ دی.] ټول کفار یو واحد ملت او ټول مسلمانان یو واحد ملت دی یا به بل عبارت کفار خپلو کی اقتصادی اشتی پذیر رقابتونه او تضادونه به سره لری مګر د مسلمانانو او په ځانګړی ډول د الهی نظام په مقابل کی اشتی ناپذیره یا نه حلیدونکی کرکه او دشمنی لری ولی ؟ کفر حق پټولو ته… نور لوستل »

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x