د نړیوال جام تمریناتي سیالۍ په تلویزون په ژوندۍ بڼه خپریږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷ غوایي، ۱۳۹۸ل: د ۲۰۱۹م کرېکټ نړیوال جام چې د روانې مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه پېلیدونکی دی، ټولې تمریناتي سیالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا په تلویزون په ژوندۍ بڼه خپرې شي.

د کرېکټ نړیوالې شورا لخوا رسما اعلان شوه چې د راتلونکي نړیوال جام لس تمریناتي سیالۍ کومې چې په ۲۴م مۍ پېل کیږي د لومړي ځل لپاره په ژوندۍ بڼه وښودل شي.

د لوبو په ژوندۍ بڼه ښودلو د لا جالبتیا لپاره د کرېکټ نړیواله شورا د هرې لوبې لپاره ۲۳ سترې کامرې استعمالوي، چې په کې اضافي موشن هاک آی کامرې، د ویکټو مخې، شاته او همدا ډول به هوایي یا ډرون کامرې هم وکارول شي.

ددې سربېره به د غوره ریپلی یا ځوابي ویډیو ښودلو لپاره د ۳۶۰ درجې ویډیو څخه کار هم واخیستل شي.

د نړیوال جام له پېل وړاندې به هره لوبډله د دوه نورو لوبډلو پر وړاندې دوه سیالۍ ترسره کوي چې په ۲۴ مۍ به پېل کیږي او تر ۲۸م مۍ به دوام کوي.

افغانستان لوبډله به خپله لومړۍ تمریناتي سیالۍ د پاکستان پر وړاندې د راتلونکې جمعې په ورځ په ۲۴م مۍ، او دویمه لوبه به د دوشنبې په ورځ په ۲۷م مۍ د انګلستان پر وړاندې ترسره کړي، دغه دواړه سیالۍ به د ورځې په ۲ بجې پېل کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د