افغان ځواکونو د بګرام هوایې اډه محاصره کړې / طنز

نصیب ځدراڼ

د باګرام نه را رسیدلي خبرونه وایې چې افغان عسکرو د باګرام هوایې میدان محاصره کړی،په میدان کې دننه د درنو چاودنو غږونه اوریدل کېږي،عیني شاهدان وایې چې دوې امریکایې بې ۵۲ الوتکې هغه وخت افغان عسکرو وویشتلې ، چې د تیښتې هڅه يې کوله او غوښتل یې چې بهرني عسکر د باګرام څخه په د هند په سمندر کې ولاړې امریکایې سمندري بیړۍ ته انتقال کړي.

افغان عسکرو دا کار د هغې پیښې په غبرګون کې کړی چې تېره شپه امریکایانو د هلمند- کندهار د عمومي لارې قومندان ګران حبیب د ۳۵ملګرو سره بمبار کې وژلی

بل پلو د خوست صحرا باغ په هوایې ډګر کې هم پر مېشتو بهرنیو پوځیانو افغان هوایې ځواک سخت بمبار کړی دی؛ خو د وژل شویو بهرنیو عسکرو شمېر لا هم نه دی معلوم شوی.

همداراز په ختیځ جلال آباد ښار کې هم دي ته ورته پیښه رامنځته شوې ده.

خبرونه وایې چې افغان کمانډویانو تر سلو ډیر خارجي عسکر بندیان کړي او د پلچرخي زندان ته یې رسولي او داسې ویل کیږي چې دوی به په هغو اوطاقو کې ساتل کیږي له کومو نه چې د ولسمشر د فرمان نه پس ۱۸۳ بندیان خوشي شوي وو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند د دغو پیښو پخلی کړی او ویلي یې دي چې نن ماښام له تراوو لمانځه وروسته به ولسمشر د امريکا سفير او د ناټو قومندان ارګ ته احضار کړي او د شوي جنايت پوښتنه به ترې وکړي.

د کندهار امنیه قوماندان تورنجرال تادین خان اڅکزي رسنیو ته ویلي چې نور د امریکایانو دغه ډول کړنې د زغملو نه دي.

نوموړې ویلي هغوی چې د ځمکې لاندي یو سانتي شی ویني ،خو په ځمکه ولاړ افغان عسکر او ورسره بیرغ نه ویني، هم مو خپله وژني هم مو په طالبانو وژني نه د دغې دنیا شوو ، نه د هغې دنیا شوو، نور موږ د امریکایي ډالرو لپاره د افغانانو سره نه جنګیږو او په طالبانو یې غږ کړئ چې کندهار کې د بهرنیانو په مرکزونو دي بریدونه وکړي موږ یې هیڅ مخنيوی او لاره نه نیسو.

(لیکنه یو طنز دی چې د لیکوال شخصي نظر څرګندوي.)

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جميل
میلمه
جميل

هی هی ځدران وروره د چاچی يو واری سترګی مړی(ټيټی) شوی بيا د پورته کيدو نه وی ، چا چی غلامی قبوله کړيوی هغه باداری او سر لوړی نشی کولای ، چاچی خپل ايمان هيواد او وجدان پلورلی وی د هغه څخه د غيرت طمع نشی کيدلای ، دا خويی ملګری ور وژلی همدا امريکايان که صبا د دوی پلرونه او وروڼه هم ور ووژنی او پر ښځو يی هم ورسپاره شی د دوی نه دا هيله نشی کيدای کوم چی تاسو يی طنزيه ليکلی .

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ځدران صاحب ! مونږ خو ستاسی هره لیکنه په غور او د زده کړو د پاره یی څو ځلی لولو، مګر دا ځل دی هم ښکلی طنز لیکلی مګر د افغان عسکرو په اړه دی لیکلی ، داسی مثال لری لکه سړی چه له نارینه وو د بچو زیږولو هیله ولری چه ناممکنه خبره ده. نننی استعمار د سرمایداری هیوادو څخه جوړ شوی، سرمایداری سیستم یعنی یو سلنه پکی هر څه لری، بیلونران او هم حکومتی چارواکی او نهه نوی سلنه خلک بیا هیڅ هم نه لری د ژوندی پاتی کیدو د باره د هماغه یو سلنه بیلونرانو په خدمت… نور لوستل »