افغانستان

هند: افغان کشاله د جنګ له لارې نه حل کېږي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): د هند د ملي امنیت سلاکار «اجیت دوال» د ګډ حکومت حکومت د سولې د عالي شورا له مشر «عمر داووزي» سره په خپله لیدنه کې ټینګار کړی چې؛ افغان کشاله د جګړې له لارې نشي حل کېدای او باید د مذاکراتو په لاره کې یې حل ولټول شي.

د سولې د عالي شورا له دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې؛ «اجیت دوال» وعده وکړه چې هیواد به یې د ګډ حکومت په رهبرۍ او مالکیت باندې د سولې له پروسې ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپلې هڅې نه سپموي.

عمر داوودزی چې؛ د خپلو سفرونو په لړ کې هند ته رسېدلی، د ملي امنیت په سلاکار سربېره یې ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیرې «سوشما سواراج» سره هم کتلي او د سولې پروسې اړوند یې له نوموړې سره بحثونه کړي.

په دې لیدنه کې د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار کړی چې؛ د سولې مشورتي لویې جرګې پایلې باید له نظره ونه غورځول شي او د سولې هره پروسه باید د حکومت په رهبرۍ او مالکیت ترسره شي.

یاده دې وي چې؛ هند داسې مهال د افغانستان کشاله له جګړه ئیزې لارې لاینحله بولي چې؛ یوازې دوې ورځې وړاندې یې د ګډ حکومت د هوايي ځواک د پیاوړتیا په موخه دوې «Mi-25» الوتکې د دفاع وزارت ته وسپارلې او د دوو نورو ورته الوتکو د سپارلو وعده یې وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

هغه هیوادونه چه هم د افغانستان فاجعی د ختم د پاره جنګ د حل لیار نه ګڼی او هم د کابل د غلامی اداری سره نظامی ، مالی او سیاسی پرله بسی مرستی کوی او دا هم ورسره وایی چه سوله باید د غلامی اداری په مشری تر سره شی دوی د لوی دجال غلامان دی دوی ته د داسی ویلو او کړنو دنده ورکړی شوی . افغانستان د امریکا په مشری د کفری ۵۰ کفری هیوادو له خوا اشغال او دغه غلامه او وحشی اداره یی محصول دی، غلامه اداره اړخ نه بلکه د اشغلګری اړخ ابزار دی .… نور لوستل »

جميل

د غوا ، پيل ، بيزو او نورو حيوانانو عبادت کوونکی هندوانو هم دا جرئت پيدا کړی چی د پټان په چاروکی مداخله وکړی ، خو دوی هم ندی ملامت دوی پوهيږی چی اوسنی په نامه افغان چارواکی د هر چا غلامی منی .
ای هندو ! امريکايانو ستاسو تر دوو زړو الوتکو په زرهاوو مډرنی جنګی الوتکی لری خو کومه ګټه يی ورته ونه لرله ستاسو پدی دوو زړو چورلکو به دا بی همته غلامان يوه وړه ولسوالی هم فتح نکړی .

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x