ټرمپ پنټاګون ته: د ایران سره جګړه نه غواړم

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): د امریکا د مشهورې ورځپاڼې نیویارک ټایمز د راپور سره سم ولسمشر ټرمپ نه غواړي چې د ایران سره په جګړه کې ځان ښکېل کړي.

یادې ورځپاڼې ویلي د ټرمپ وروستی وینا هم د نوموړي په اداره کې هغو سخت دریځو ته ښکاره پيغام وو چې غواړي د ایران سره جګړه پیل کړي، نوموړي د ایران سره دیپلوماتیک حل غواړي.

ورځپاڼه زیاتوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د عمان هیواد د پاچا قابوس بن سعید سره اړیکې نیولي او دغه هیواد د منځګړي رول لوبولو ته زړه ښه کړی دی. عمان ددې تر مخه هم د باراک اوباما په وخت کې د ایران او امریکا تر منځ د اټومي هوکړي پر مهال منځګړیتوب کړی و.

د راپور سره سم پمپیو د اروپايي چارواکو څخه هم غوښتي تر څو ایران ته د «ګواښ پر کمولو» قناعت ورکړي، د امریکا استخباراتي معلومات ادعا لري چې ایران په منځني ختیځ کې پر امریکايي ګټو د برید پلان درلود، ټرمپ د تیرې پنجشنبې په ورځ د ایران سره د جګړې په اړه د یوې پوښتنې په جواب کې وویل: «تمه لرم چې دغسي ونه شي».

د ورځپاڼې په نظر وروستیو پرمختګونو څرګنده کړه چې له یوه اړخه ټرمپ نه غواړي په سیمه کې نوي جګړې پیل کړي او له بله اړخه ددغه ادارې سخت دریځي چارواکي دي چې د ایران سره د هیڅ لارې وړلو ته قایل نه دي، چې په سر کې یې د ملي امنیت سلاکار جان بولټن راځي.

د ورځپاڼې په وینا وروستیو پرمختګونو دا بحثونه هم را پارولي دي چې له سره ایران امریکا او د امریکا ګټو ته څومره جدي ګواښ دی، له یوه اړخه امریکايي چارواکي او همداسي په برتانیا کې د ټرمپ همفکره په دې نظر دي چې استخباراتي معلومات کره دي، خو له بله اړخه د کانګریس ځیني غړي او د ټرمپ په اداره کې ځیني چارواکي په دې نظر دي چې د ټرمپ سلاکاران د ایران سره د جګړې پیلولو لپاره دغه ګواښونه یوه پلمه بولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د