رویا رحماني: د طالب او امریکايي استازو تر منځ د مذاکراتو جزئیات له حکومت پټ ساتل شوي

رویا رحماني

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): د امریکا په متحده ایالاتو کې د ګډ حکومت استازې «رویا رحماني» وايي؛ د طالب او امریکايي استازو تر منځ د مذاکراتو جزئیات یې له حکومت سره نه دي شریک شوي او په دې برخه کې حکومت بشپړ نابینا دی.

د واشنګټن ایګزیماینر د راپور په اساس؛ رویا رحماني چې؛ تېره ورځ یې په واشنګټن کې له رسنیو سره خبرې کولې ادعا وکړه چې؛ په کافي اندازه مالومات او جزئیات له حکومت سره نه دي شریک شوي چې له امله یې یوې پایدارې سولې ته د رسېدو چانس کم ښکاري.

د نوموړې په خبره؛ په یادو خبرو کې د افغان دولت هیڅ استازی شتون نه لري چې؛ له کبله یې موږ په اندېښنه کې یو.

رویا رحماني له پورته ګیلو سره، سره ادعا وکړه چې؛ د طالب او امریکايي استازو تر منځ مذاکراتو طالب جنګیالیو ته د جګړې په ډګر کې نوره حوصله هم بښلې او برعکس یې په حکومت باندې فشار زیات کړی.

یاده دې وي چې؛ تر حمدالله محب وروسته د ګډ حکومت دا دوهمه لوړ پوړې چارواکې ده چې؛ حکومت د سولې په خبرو کې ګوښه شوی بولي او د امریکا له حکومت ګیله کوي چې؛ په دې برخه کې یې دوی ته هیڅ جزئیات نه دي ورکړي.

د شنونکو په اند؛ امریکا ته نور ګډ حکومت مهم نه دی او دا هیواد یوازې غواړي د یوې سیاسي پروسې له لارې ځان د افغانستان له کشمکش څخه خلاص کاندي، تېره ورځ د «ایکانومسټ» په نامه له بریتانیا څخه خپرېدونکې مجلې هم ورته توري ولیکل چې« غني دې د ټرمپ ملاتړ ته نه په تمه کېږي، ټرمپ ته نور دا مهمه نه ده چې افغانستان څوک اداره کوي.»

تبصرې (1)

  • وایی :
    [ تېره ورځ د «ایکانومسټ» په نامه له بریتانیا څخه خپرېدونکې مجلې هم ورته توري ولیکل چې« غني دې د ټرمپ ملاتړ ته نه په تمه کېږي، ټرمپ ته نور دا مهمه نه ده چې افغانستان څوک اداره کوي.» ]
    د غلام غوایی غنی او د کابل ټول غلامی اداری د پاره د اکانومیست مجلی دغه بد خبر ډارونکی او وژونکی خبر دی دا معنی چه غنی او نوره غلامه اداره یی باید د تیښتی لیار خپله کړی که نه د نجیب ګاو د برخه سره مخ شی