عمر داودزی

عمر داودزی: خلیلزاد د حکومت سره د مذاکراتو جریان شریکوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): په داسي وخت کې چې د طالبانو او امریکا تر منځ د مذاکراتو اوم پړاو ته تیاری نیول کیږي، د کابل حکومت چارواکي یې د معلوماتو په اړه په تضاد کې واقع دي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس عمر داودزی چې د هندوستاني چارواکو سره د افغان سولې په اړه په مجلسونو بوخت دی، نن د جمعې په ورځ یې هندي رسنیو ته وویل چې خلیلزاد د طالبانو سره د مذاکراتو جزئیات وخت په وخت حکومت ته ورکوي.
نوموړي وویل، کیدای شي خلیلزاد د طالبانو سره د مذاکراتو اړوند هغومره معلومات شریک کړي وي څومره چې کولای شي.

بلخوا په واشنګټن کې د افغان حکومت ځانګړي استازي رویا رحماني ویلي چې د طالبانو سره د امریکا د مذاکراتو جزئیات پټ ساتل شوي دي چې په وینا یې دا پایداري سولې سره مرسته نه کوي.

باید وویل شي چې د طالبانو سره د امریکایانو د مذاکراتو جزئیات هغه اختلافي نکته ده چې له امله یې د کابل اداره د امریکا څخه ګیله منه ده.

ددې تر مخه د اشرف غني امنیتي سلاکار حمدالله محب هم امریکا ته د سفر پر مهال د خلیلزاد په اړه توندي څرګندونې کړي وې او ګیله یې کړې وه چې دوی د طالبانو سره د مذاکراتو په برخه کې په پوره جریان کې نه دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مجاهد
میلمه
مجاهد

دا هڅی د ګیدړانو ګیلی ګذاری دی، په زغرده یی امریکا ته نه شی ویلای که یی ووایی د حمدالله محب ګیدړ د برخه لیک سره به مخ شی هماغه د زمری، شرمخ او ګیدړ قیصه ده پشتو کوم درسی کتاب کی مو لوستلی وه بیا لیکلو ته به یی اړه نه وی .
همدغه چه د کابل غلامه اداره هم د میړنو طالب مجاهدینو او هم د نړیوال دجال یعنی امریکا له خوا منزوی شوی دغه یی د غلامی د اثبات د پاره بسنه کوی