د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر

روسیه: د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالبانو د ایستلو ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل):د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي؛ هیواد یې د ملګرو ملتونو له تور لست څخه د طالبانو د ایستلو ملاتړ کوي.

د سپوټنیک خبري اژانس په حواله «الګ سیر مولوتوف» دا څرګندونې نن وکړې نوموړي وویل چې؛ روسیه تر ځانګړو شرایطو لاندې د ملګرو ملتونو د ترهګرو ډلو له لست څخه د طالبانو د ایستلو ملاتړ کوي ځکه د افغانستان کشاله د افغان حکومت او نورو لورو تر منځ له یوې سیاسي پروسې پرته په بله لاره نه حل کېږي.

مولوتوف زیاته کړه « موږ غواړو ووینو چې؛ مذاکرات څه ډول پایله له ځانه سره لري، موږ له سیاسي اړخه بلکل ورسره ملاتړي یو، موږ طالبان د مسکو کانفرانس ته راوبلل او د څو ورځو لپاره ملګرو ملتونو د هغوی سیاسي استازي له تور لست څخه وایستل».

د مولوتوف په وینا؛ زلمی خلیلزاد چې کله هم له طالبانو سره ویني ورته کار کوي.

یاده دې وي چې؛ روسیه داسې مهال د ترورستي ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د ایستلو ملاتړ کوي چې؛ واک ته د طالبانو د بیرته راګرځېدلو، د بهرنیو کړیو له لوري داعش د پیاوړي کولو «کوم چې روسیې ته جدي سرخوږی دی»  او د ګډ حکومت د سقوط اوازو زور اخستی.

د شنونکو په باور؛ روسیه له داعش ډلې څخه د خطر د احساس له امله خپلې ستراتېژيکې ګټې په خطر کې ویني چې؛ له امله یې د طالبانو ملګری ته زړه ښه کوي.

د څارونکو په وینا؛ دا د طالبانو د فعالې او بریالۍ ډیپلوماسۍ یوه پایله وه چې؛ په دې حساس پړاو کې د خپلې ډلې اړوند د نړۍ د هیوادونو اندېښنې لیرې کړې او په سیاسي لحاظ یې د نړۍ د سیاسي بلاکونو مخکښ هیوادونه له خپل ځان سره همنظري کړل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د