افغانستان

امریکا: افغانستان کې «ثبات» د واشنګټن او مسکو دواړو په ګټه دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» وايي؛ په افغانستان کې سوله او ثبات په متحده ایالاتو سربېره د روسیې لپاره هم لوړ ارزښت دي ځکه په وینا یې؛ دواړه هیوادونه د تروریزم څخه جدي اندېښنه لري.

مایک پمپیو دا څرګندونې د روسیې له ولسمشر او ددې هیواد د بهرنیو چارو له وزیر سره تر لیدنې وروسته له «فاکس نیوز» سره وکړې.

نوموړي وویل « موږ په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره کارکوو ، روسیه دې هیواد ته ډېره نږدې ده، په افغانستان کې شته تروریزم روسیې او متحده ایالاتو ته جدي خطر پېښولای شي له همدې امله د افغانستان د ثبات په لاره کې اخستل کېدونکې هر ګام د دواړو هیوادونو په ګټه دی».

یاده دې وي چې؛ امریکا داسې مهال د افغانستان ثبات د دواړو هیوادونو په ګټه بولي چې؛ څه موده وړاندې د چین، امریکا او روسیې په درې اړخیزه ناسته کې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو وتل ددې هیواد د ثبات لپاره  اړین وبلل شول او درې واړه لورو ورباندې هوکړه وکړه.

په دې سربېره د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر تېره ورځ ادعا وکړه چې؛ هیواد یې تیار دی د ملګرو ملتونو د ترهګرو ډلو له لست څخه د طالبانو په ایستلو کې مثبته رایه وکاروي ځکه په وینا یې؛ له یوه سیاسي حل پرته افغانستان ثبات ته نشي رسېدلای.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x