د کرېکټ بورډ رئيس «عزيزالله فضلي» له مرګونې بريد روغ وتلی

نن ټکی اسيا (جمعه، ۲۷ غوايي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي مشر عزيزالله فضلي په کابل کې له مرګونې بريد روغ وتلی.

د راپورونو له مخې د کرېکټ بورډ په عمومي رييس نن د جمعې په ورځ د ماسپښين په ۲:۳۰ بجې په کابل ښار کې هغه مهال چې نوموړی دفتر ته پر لاره و د نامعلومو وسلوالو لخوا ډزې وشوې خو نوموړي ته هيڅ ځاني زيان نه دی رسيدلی.

عزيزالله فضلي پر خپله فيسبوکپاڼه د يادې پېښې په اړه ليکلي چې د ماسپښين ۲:۳۰ بجې د دفتر په خوا روان و چې د نامعلومو وسلوالو لخوا کوم چې په هايلکس موټر کې ناست وو د اولې حوزې ساحه کې پر دوی بريد وکړ  خو د امنيتي ساتونکو لخوا يې مخه ونيول شوه او دوی روغ رمټ ستانه شول.

https://m.facebook.com/story.php?story_fbid=2749054295135708&id=100000934926490

د نوموړي د وينا سره سم چې دغه کسان اوس د پوليسو په ولکه کې دي او له دوی څخه څيړنې کيږي چې څوک وو او د بريد هدف يې څه و.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې نوي مشر ګلبدين نائب هم په خپله ټويټر پاڼه ياده پېښه په سختو ټکو غندلې ده.

د يادونې ده چې د تېر ۲۰۱۸م کال په سپتمبر مياشت کې د افغان ولسمشر اشرف غني لخوا عاطف مشعل ګوښه او پر ځای يې عزيزالله فضلي رئيس وټاکل شو.

فضلي په تېره نږدې کې د خپلې مشرۍ پرمهال يو شمېر بدلونونه راوستي چې لومړی يې د اجراييه رئيس شفيق ستانکزی له دندې لرې کړ او بيا يې اصغر افغان له هر ډوله لوبډلمشرۍ ګوښه او پرځای يې بېلا بېل نوي مشران وټاکل.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د