دوبۍ کې د برتانيې یوه الوتکه را لویدلې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۷غویي ۱۳۹۸ل:) د متحده ه عربي اماراتو، دوبۍ په هوایی ډګر کې د بریطانیې یوې کوچنۍ الوتکې سقوط کړی چې په ترڅ کې یې ۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عربي اماراتو رسنیو خبر ورکړی چې د انګلستان اړوند ډیماموند ډي ای ۴۲ ډوله الوتکه د دوبۍ په نړیوال هوايي ډګر کې د نامالومو دلایلو له امله را پریوته.

رسنۍ زیاتوي چې په دغه پیښه کې څلور تنه وژل شوي چې درې یې بریتانویان او یو هم د جنوبي افریقې وګړی دی.

ویل کیږي چې د دغي پیښې له امله، د دوبۍ نړیوال هوایی ډګر د نژدې یوه ساعت لپاره د هوایی ترافیک پرمخ تړل شوی وو، خو لږ وروسته بیرته پرانیستل شو.

که څه هم د یادي پیښې د علت په اړه تفصیلات نه دي ورکول شوي، خو د دوبۍ د چارواکو له خولې ویل شوي چې ښایی الوتکه د تخنیکي ستونزو له امله را نسکوره شوي وي.

د چارواکو په وینا، پرته له تخنیکي ستونزې، د پیښې ترشا د نورو تخریبي عواملو هیڅ ډول شواهد نه دي موندل شوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د