افغانستان

خلیلزاد: د سولې خبرې د ولسمشریزو ټاکنو په وړاندې خنډ نه دي

د افغانستان د اوږدې جګړې د ختمولو لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړی استازی «زلمی خلیلزد» وايي؛ دوی ته تر هرڅه وړاندې سوله لومړیتوب لري او د سولې روانې خبرې د ولسمشریزو ټاکنو په وړاندې مانع نه ګرځي.

زلمي خلیلزاد؛ په همدې تړاو په دوو بېلابېلو ټویټونو کې لیکلي چې؛ په دې وروستیو کې ځینې مبصرینو په افغانستان کې زموږ د لومړیتوبونو په تړاو پوښتنې راولاړې کړې، افغانان تر هر څه وړاندې سوله غواړي او داسې سوله چې یوه سیاسي ثبات ته لاره هواره کړي په افغانستان کې موږ ته لومړیتوب لري.

نوموړي وړاندې زیاتوي «د سولې دا خبرې د ولسمشریزو ټاکنو په وړاندې خنډ او ځنډ نه جوړوي، افغانان کولای شي ولسمشریزو ټاکنو ته تیاری وکړي او د باوري ټاکنو پروسه د سولې له خبرو سره په موزاي ډول مخ په وړاندې بوزي.

یاده دې وي چې؛ زلمی خلیلزاد دا څرګندونې په افغانستان کې  د امریکا د متحده ایالاتو د سفیر «جان باس» د هغو څرګندونو په تعقیب کوي چې د کابل د پارلماني ټاکنو تر اعلانېدو یوه ورځ وروسته یې په آمرانه لهجه د ټاکنو کمېسیون کارکوونکي پکې مخاطب کړل او ویې لیکل ؛ موږ د پارلماني ټاکنو د وروستیو پایلو له اعلان څخه هرکلی کوو، اوس نو باید د ټاکنو کمېسیون په مؤثر ډول او تېزۍ سره د ولسمشریزو ټاکنو لپاره تیاری وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

خليلزازاد او بوس يو واری بيا دا ثابته کړه چی اوسنی افغان دولت د دوی ګوډاګی او غلام دی . خليلزاده ! افغانان تر هرڅه دمخه ستاسو منحوسو او وحشیانو ايستل غواړی ، افغانان د دی پوره وړتيا لری چی پخپلو کی سوله راولی او پدی هم ښه پوهيږی چی ستاسو هر اقدام او هره مشوره چی تاسو يی د سولی لپاره ولری هغه د سولی لپاره نه بلکی د غميزی د اوږديدو اود نور ناورين د زيږيدو لپاره به وی . تاسی درواغجن ، مکرجن او شيطان صفته امريکايانو افغانانوته پوره امتحان ورکړی پر دين او هيواد مين افغانان… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x