هرات: چاودني د ولسوال په ګډون ۱۶کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، غوایی، ۲۸ ۱۳۹۸ل) : راپورونه وایی چې د هرات ولایت د (اوبی) ولسوالۍ د ولسوال پرموټر د ماين چاودنه شوې چې د ولسوال په ګډون نژدې ۱۶تنه مړه او زخمیان دي.

د هرات چارواکو پېښه تائید کړې، او ویلي دی چې خپله ولسوال مرګونی ټپی دی.

د والي وياند جيلاني فرهاد وايي، چاودنه نن شنبه، سهار مهال د یادې ولسوالۍ مرکز ته څیرمه رامنځته شوې.

د جيلاني په وينا، کله چې د ولسوال موټریز کاروان له سيمې څخه د تیریدو په حال کې وو، په یو موټرسيکل کې د ایښودل شوي ماین په مټ چاودنه رامنځ ته شوه، چې په وینا یې دوه تنه ووژل شول او څوارلس نور ټپيان دي.

بلخوا د یادي ولسوالۍ مرستیال عبدالرحيم سروزي رسنیو ته ویلي چې چاودنه ډيره زوروه وه، د ده په وینا ولسوال پکي سخت ټپی دی او دا مهال په روغتون کې بستر دی.

سروزی زیاتوي چې په چاودنه کې څلور کسان نور وژل شوي ، او یو شمېر نور ټپیان دي. خو د هغوی د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

دم ګړی د دغه چاودنې پړه چا پر غاړه نه ده اخيستی خو ګمان کیږي چې ولسوال به د طالبانو له لوري په نښه شوی وي، ولي چې، د دولت چارواکي، او بهرني پوځیان زیاتره وخت د طالب جنګیالیو لخوا په نښه کیږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د