جیسن هولډر: نړیوال جام کې مو تر ټولو ستر هدف افغانستان ماتول دي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ غویي، ۱۳۹۸ل): د ویسټ انډيز کرېکټ لوبډلې مشر «جیسن هولډر» وایي چې په نړیوال جام کې به یې د نورو لاسته راوړنو سربېره یو ستر کوښښ دا وي چې د افغانستان لوبډلې څخه تیر غچ واخلي.

له بل اړخه چې هره لوبډله په راتلونکې یو ورځني نړیوال جام کې خپلې سر سختې سیال لوبډلې هدف ګرځوي، په ځانګړي ډول د هند او پاکستان سیالۍ خبرې عامې دي، په داسې وخت کې د ویسټ انډیز لوبډلمشر پر افغانستان لوبډلې سترګې ښخې کړي دي.

ویسټ انډیز لوبډله د افغانستان لخوا تېر کال د نړیوال جام په غواروي سیالیو کې دوه وار له ماتې سره مخ شوه، چې یو وار یې په سوپر سیکس پړاو کې د درې ویکټو په توپیر، او د همدې سیالیو په پایلوبه کې د اوه ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.

جیسن هولډر کریک انفو سره په مرکه کې وایي: «زه اساسا په نړیوال جام کې د افغانستان سره د سیالۍ په سخته انتظار کوم، ځکه چې دوی د غواروي سیالیو په پایلوبه کې مونږ له سختې ماتې سره مخ کړي وو».

نوموړی زیاتوي؛ «افغانستان لوبډله زمونږ سره سر په سر سیالیو کې وړاندې والی لري، دوی په تېرو غوراوي سیالیو کې خورا غوره کاکردګي ترسره کړه، نو زه واقعا غواړم چې له دوی څخه تېر غچ واخلم».

افغانستان لوبډلې د ویسټ انډيز لوبډلې سره ټولې ۴ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي چې درې افغانستان او یو ویسټ انډيز ګټلې ده.

Related image

په ۲۰۱۹م نړیوال جام کې چیرته چې هره لوبډله د بلې پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي افغانستان به خپله وروستۍ سیالۍ د ویسټ انډيز لوبډلې پر وړاندې د جولایي میاشتې په ۴مه نېټه ترسره کړي.

د یادونې ده چې ویسټ انډيز او افغانستان په راتلونکي نړیوال جام کې له هغو لوبډلو څخه دي چې د غواروي سیالیو له لارې یې نړیوال جام ته لار موندلې ده، ددوی سربېره په دغه جام کې اته نورې لوبډلې چې مستقیما یې لار موندلې هم ګډون کوي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د