
پاکستان ته په پرلپسې درې ماتو؛ انګلستان سیریز وګاټه
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۸ غویي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان او انګلستان کرېکټ لوبډلو ترمنځ په څلورمه سیالۍ کې یو وار بیا پاکستان لوبډلې د «۳۴۱» منډو هدف دفاع ونشوه کړای او د ۳ ویکټو په توپیر یې ماتې وخوړه.
انګلستان لوبډلې د تېر په څېر یو وار بیا ثابته کړه چې په خپله خاوره د تر ټولو ستر هدف پوره کولو وړتیا لري، انګلستان لوبډله د ناتینګم ښار په لوبغالي کې چې دغه سیالۍ په کې ترسره شوه د زیاتو نړیوالو یو ورځنیو منډو ریکارډ لري.
له دې وړاندې په دغه «ټرینټ برج» لوبغالي کې انګلستان لوبډلې د ۲۰۱۸م کال په جون میاشت کې استرالیا لوبډلې ته د «۴۸۱» منډو ستر هدف ټاکلی و، همدا ډول یې پر پاکستان لوبډلې هم په همدغه لوبغالي کې په ۲۰۱۶م کال کې «۴۴۴» منډې جوړې کړې وې.
د دواړو لوبډلو ترمنځ د پنځه یو ورځني سیریز په لړ کې څلورمه سیالۍ هم په پرلپسې ډول انګلستان لوبډلې وګټله او یاد سیریز یې په خپل نوم کړ.
په دغه سیالۍ کې پاکستان لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه چې د بابر اعظم په زړه پورې سلیزې او د فخر زمان او محمد حفیظ نیمه سلیزو په مرسته یې انګلستان ته په ټاکلو ۵۰ اورونو کې «۳۴۱» منډې هدف وټاکه.
Fantastic century for Babar Azam from 104 balls!
Pakistan are 232/2 after 38 overs.
Follow #ENGvPAK LIVE ➡️ https://t.co/VUIYp3p61g pic.twitter.com/F0tEVttAcj
— ICC (@ICC) May 17, 2019
په ځواب کې د انګلستان لخوا جیسن روی یو وار بیا په زړه لوبه نندارې ته وړاندې کړه او سلیزه یې ووهله، د نوموړي په زړه پورې لوبې او د بین سټوکس په وروستۍ کې چټکو ۷۱ منډو هدف په وروستي اور کې د ۳ ویکټو په توپیر بشپړ کړ.
An eighth ODI hundred for Jason Roy, this one coming off just 75 balls!
A superb effort that's put England on course to chase down their target of 341.
FOLLOW THE CHASE ➡️ https://t.co/BvuPGWj3pN pic.twitter.com/jo3q17T37q
— ICC (@ICC) May 17, 2019
د راپورونو له مخې؛ د انګلستان لوبډلې اوپنر توپوهونکي جيسن روی په داسې حال کې سليزه ووهله چې له دې وړاندې شپه يې په روغتون کې د ناروغې لور سره په ويښه تېره کړې وه، د مبصرينو لخوا د نوموړي دغه سليزه په «احساساتي سليزه» ونومول شوه.
د پاکستان او انګلستان لوبډلو پنځمه یو ورځنۍ سیالۍ به د یکشنبې په ورځ په ۱۹مه نېټه په لیډز لوبغالي کې ترسره شي، له دې وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ د ورښت له کبله بې پایلې اعلان شوې وه او ورپسې درې پرلپسې سیالۍ انګلستان ګټلي دي.