مير رحمان رحماني د ولسي جرګې د مشر په توګه وټاکل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، غوایی، ۲۸ ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې د ولسي جرګې د ټاکنو پروسه په څه له پاسه اوو مياشتو کې سرته ورسېده ايله نن له ډېرو ناندريو او جنجالونو وروسته مير رحمان رحماني د ولسي جرګې د مشر په توګه وټاکل شو.

د تيرې پنجشنبې په ورځ هم د ولسې جرګې د مشر د ټاکلو له پاره ټاکنې شوې وې خو هغه ټاکنې بې پايلې سرته رسېدلې وې او هيڅ نوماند ټاکلې اندازه رايې نه وې خپلې کړې نو په همدې توګه دا ټاکنې دوهم پړاو ته وغځېدې او نن ترسره شوې.

د نن ورځې په ټاکنو کې د خوست استازي کمال ناصر اصولي او د پروان استازي مير رحمان رحماني ترمنځ ټاکنې وشوې چې په کې اصولي ۵۵ او رحماني ۱۲۳ رايې خپلې کړې.

که څه هم د نن ورځې په ټاکنو کې بيا هم داسې بحثونه او جنجالونه راپورته شول چې د ولسي جرګې د مشر د ټاکنو له پاره ۱۲۴ رايې په کار دي خو وروسته د ولسی جرګې موقت رئيس په ۱۲۳ رايو د رحماني په حق کې پريکړه اعلان کړه او هغه يې د ولسي جرګې د مشر په توګه وټاکه.

د نن ورځې په ټاکنو کې ۵۳ رايې باطلې او ۱۳ نورې سپنې وې.

د ولسې جرګې د مشرۍ له پاره د تيرې پنجشنبې ورځې په ټاکنو کې د پورته دوو تنو وکيلانو سربيره د ننګرهار د خلکو استازی ميرويس ياسيني او عمر مجددي هم د سيالۍ ډګر ته راوتلي وو خو د رايو اکثريت يې خپل نه کړ.

بايد وويل شی چې د ولسي جرګې د تيرې دورې د مشرۍ ټاکنې بيا له دې ډېرې جنجالې وې چې يوه مياشت وخت يې نيولی او ټاکنې يې څلورو پړاوونو ته رسېدلې وې چې بيا عبدالرؤف ابراهيمي د ولسي جرګې د تيرې دورې د مشر په توګه ټاکل شوې و.

بل لور ته په خواله رسنيو کې د ولسي جرګې د نن ورځې په ټاکنيز بهير نيوکې شوې وې او د وکيلانو په هغو کړنو نيوکه شوې وه چې له رايه پاڼو څخه يې انځورونه اخيستل.

د خواله رسنيو فعالانو په خپلو تبصرو کې ويلي دي چې يادو وکيلانو ددې له پاره له خپلو رايه پاڼو څخه انځورونه اخيستل ترڅو د ولسي جرګې ټاکل شوي مشر سره د شوې معاملې له مخې هغوی ته خپلې رايه پاڼه وښايي چې رايه يې هغه ته ورکړې ده او په بدل کې ورڅخه پیسې واخلي.

فعالانو د مير رحمان رحماني د تيرې پنجشنبې ورځې هغه روژه ماتي ته هم اشاره کړې ده چې نوموړي په خپل کور کې د ولسي جرګې ځينو وکيلانو ته تيار کړی او ويلي يې دي چې ښايي دا د ولسي جرګې يواځينی وکيل وي چې په پارلماني ټاکنو کې يې تر ټولو زيات ډالر مصرف کړي وي.

داسې هم ويل کيږي چې رحماني او اصولي تيره ورځ په خپل منځ کې د پارلمان د مشرۍ په اړه پټه معامعله کړې ده او رحماني اصولي ته پيسې ورکړي دي او دواړو په مشوره په وکيلانو کار کړی دی ترڅو رحماني د ولسي جرګې د مشرۍ چوکۍ ته ورسوي.

بايد وويل شي چې د ولسي جرګې د نوي مشر زوی اجمل رحماني هم له کابل څخه ولسي جرګې ته د ورغلو وکيلانو د ليست په سر کې دی او دا وکالت ښايي په خپل ډول کې بې ساری وي چې زوی او پلار دې دواړه د پارلمان وکيلان وي.

مير رحمان رحمانی څوک دی؟

مير رحمان رحماني حاجي قلندر خان زوی دی چې په ۱۳۴۱ لمريز کال د پروان ولايت په باګرام ولسوالۍ کې زېږېدلی دی، نوموړی په تيره دوره کې هم په ولسي جرګه کې د پروان د خلکو استازی و او په ياده جرګه کې د اقتصادي چارو د کميسيون غړی و.

نوموړي ابتدايي او منځنۍ زده کړې په پروان ولایت کې کړي دي او لوړې زده کړې يې د روسيې په حربي پوهنتون کې کړي دي او له هغې وروسته يې د افغانستان په بيلابيلو نظامي ادارو کې کار کړی دی او په دې برخه کې د جنرالۍ تر رتبې پورې رسېدلی دی.

نوموړی يو څه موده د پروان د صنايعو او سوداګرۍ خونې د رئيس په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

مير رحمان رحماني د ولسي جرګې په اوولسمه دوره کې ددې جرګې د رئيس په توګه ټاکل شوی دی او د نوموړي زوی اجمل رحماني له کابل څخه ولسي جرګې ته لاره موندلې ده.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د