د اسدالله خالد، تادین خان او داعش نوی عملیاتي ایتلاف

زلمی افغان

د ۲۰۱۹م کال د مئ میاشتي پر ۱۱مه نېټه د کندهار والي حیات الله حیات اعلان وکړ چي په کندهار ښار کښي یې ۲۰ تنه د تروریستي بریدونو په تور نیولي دي، په یادو کسانو کښي یو هم د داعش وسلوالي ډلي د جلب او جذب مسؤل عبدالسلام دی چي په کونړ ولایت کښي د وسلوالو داعشیانو لس کسیزه دلګۍ هم لري.

د کندهار د والي دا اعلان د درې اړخیزه ایتلافي پلان یوه برخه ده ترڅو د خلکو ذهنونه مشوش کړي، نوی پلان د کابل ادارې د سرپرست دفاع وزیر اسدالله خالد، د کندهار امنیه قومندان تادین خان او داعش ډلي د مشرانو ترمنځ جوړ سوی چي په سر کښي یې عبدالسلام دی، د عبدالسلام نیول پروپاګند دی او هیڅ حقیقت نه لري ځکه خو رسنیو ته هم نه دی ښودل سوی.

اسدالله خالد غواړي خپل زوړ پلان یوځل بیا عملي کړي:

کله چي اسدالله خالد د کابل ادارې د څارګري ادارې (ملي امنیت) رئیس و، نوموړي او جنرال عبدالرازق چي هغه مهال د کندهار امنیه قومندان و په ګډه یو داسي پلان جوړ کړ چي له امله یې د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کښي ځیني افغان مهاجر عالمان ووژل سول؛ لکه: شیخ الحدیث عبدالله ذاکري، شیخ الحدیث مولوي عبدالسلام، شیخ الحدیث مفتي رحمت الله، شیخ الحدیث مولوي محمد ادریس او داسي نور افغان مهاجر علماء ددغه پلان ښکار سول.

د اسدالله خالد او جنرال عبدالرازق اصلي پلان د طالبانو د مشرانو په نښه کول و ترڅو دوی نړیوالو ته دا وښيې چي طالبان په کویټه کي پټ دي خو دا چي هلته دوی کوم طالب قومندان پیدا نه کړ نو ځکه یې د مسجدونو او مدرسو عالمان په نښه کړل او هغوی یې ووژل.

په سپین بولدک کښي د تادین خان او عبدالسلام ملاقات:

دا ځل اسدالله خالد غواړي د تادین خان چي د جنرال عبدالرازق ورور دی، ترڅنګ داعش وسلواله ډله هم په دغه پلان کښي شریکه کړي، د داعش ډلي قومندان عبدالسلام د نیول کیدو تر خبر وړاندي په سپین بولدک ولسوالۍ کښي د تادین خان سره وکتل او همدلته یې پر نوي پلان خبري وکړې، د عبدالسلام د نیول کیدو د جعلي خبر د خپرولو هوکړه همدلته وسوه ترڅو خلک ددې پلان څخه ناخبره وساتي.

د پلان له مخي داعش به په کویټه او شاوخوا سیمو کښي بریدونه کوي او افغان حکومت به د هغوی مالي مرسته کوي، دا بریدونه به یوازي د افغان مهاجرو د په نښه کولو لپاره نه بلکه د نورو پاکستاني اهدافو لپاره هم وي لکه څو ورځي وړاندي چي په کوټه ښار کښي پر پولیسو دبرید له امله ۴ تنه پولیس ووژل سول او دوه نور ټپیان سول.

په کندهار کښي د داعشي عبدالسلام مرستندویان:

په کندهار ښار کښي د وهابیانو یوه لویه ډله د اسلم جان اغا تر مشرۍ لاندي وجود لري، ددوی منظم کار روان دی او خپل ځان ته د اوسیدلو ځانګړی ځای او مدرسه لري، د پنجوايي ولسوالۍ د ناخوني سیمي وهابیان هم ددوی سره تړلي دي؛ لکه:

حاجي عبدالباري، حاجي عبدالنافع او په مزاره کښي د طالبانو د یوه وژل سوي قومندان ملاعبدالهادي اخند زامن او داسي نور…
اسلم جان اغا کونړ ولایت ته د کندهار څخه تشکیلونه هم ورکوي، د تادین خان او عبدالسلام ترمنځ رابطه هم د اسلم جان اغا په توسط جوړه سوې او د نوي عملیاتي پلان کار روان دی چي د راپورونو پر اساس په کویټه کښي یې ځیني اثرات راڅرګند سوي دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

انشاءالله دا به کومه نتیجه ورنکړی ځکه دا مخکې ازمویل شوی دی.
ګډ حکومت نور مورال بایللۍ.
افغانان له وهابیانو سره داسې حساس یت لری، لکه انسان او حیوان!
دا خلک د انسانیت له پولو وتلي.
د پکتیکا مجاهدین دي ځانونه خبر کړی چې له غزنې څخه وهابیانو یوه مدرسه در وړې په غزنی کې د غزنی مجاهدینو وهلی و چې هلته یې وهابیت تبلیغ کړو.
که هلته یې هم تبلیغ کړو نو بیا یې جنتیان کړۍ

Hidayat shinwaray
میلمه
Hidayat shinwaray

د امارت اسلامی د سیاسی مشرتابه څخه زمونژ دا هیله ده چی د ناکامی سولی د پروسی په اڔوند دی خپل دریځ نور واضح کڕی ځکه چی خدای نا خواسته دغه بی هویته سوله د ملت لپاره یو دام جوڕ نه شی او د سولی تر عنوان لاندی دشمن خپل نورو شوم غرضونه تر لاسه نه کڔی. سولی ته باید ضرب الاجل وټاکل شی او د ضرب الاجل په محتوا کی د دشمن سره اخیری خبره وشی چی ایا دشمن په رشتیا سوله غواړی او دی ته حاضر دی چی افغانستان ترک کړی او که د وخت سره لوبی کول… نور لوستل »

جلال
میلمه
جلال

بسم الله الرحمن الرحيم
داسی شیطانی لوبو کی مسلمانانو منصوبه دوه دله د بین المللی او منطقوی شیاطینو په واسطه کار ته اچول کیژی:
یو یی دیر خدای ناترس او چور کافران چی زانونه مسلمانان هم شایی، او بل یی دیر جاهل، دین نه بی خبر او کودن ماشومان.
اللهم انا نجعلک فی نحورهم و نعوذبک من شرورهم
اللهم اکفنیهم بماشءت

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

افغان صاحب ! تاسی بی غمه اوسی د طالب مجاهدینو دا جنګ چه د نړی د ټولو کفارو او منافقینو سره یی د الله ج د رضا او دغه مظلوم اولس د دفاع او خپلواکی د پاره کوی د الله ج پوره مرسته د طالب مجاهدینو او رهبری سره شتون لری ټولی کړنی د طالب مجاهدینو په ګټه تمامیږی. په هماغه کچه چه د جنګ به ډګر کی مخکښه دی سیاسی ، استخباراتی او تبلیغاتی سنګرو کی هم مخکښه دی. دا چه تاسی کوم څه لیکلی هماغه د فرعون د جادوګرو جادو ګری مارانو مثال لری چه د موسی ع… نور لوستل »

جميل
میلمه
جميل

داسی ډير پلانونه او ستراتيژی پدی ميړنی هيواد کی ناچله شوی دا به يی هم يوه بله وی اِن شاءالله . ځنی افغانان هڅه کوی چی سياسی طالبان(مذاکراتی ټيم) او طالب قوماندانان سره بيل کړی او ملامتيا پر سياسيونو ور واچوی خو که حقيقت ته وګوری پوه به شی چی دا مذاکراتی ټيم هم ټوله مجاهدين دی د دی ټيم مشران محترم ملا برادر آخوند او محترم ملا فاضل آخوند پيژندل شوی او تکړه قوماندانان دی . د اسلامی امارت دريځ معلوم او واضح دی او مشران يی هم ډير با عزمه او صبور دی دوی د ټولی نړۍ سره… نور لوستل »

جلال
میلمه
جلال

ورورخانه دلته خو د جاهل کلمه ما ذکر کری دی ، خو زما د پیام له سیاق نه واضحا معلومیژب، چی زما مقصد په دی تبصره کی صرف داعشیان او دهغوی تنظیم کوونکی سازمانونه او اشخاص دی. الله دی مل شه.