جلال اباد ښار کې څلور پرله پسې چاودنې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، غوایی، ۲۸ ۱۳۹۸ل): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې څو شيبې وړاندې يو ځل بيا څلور چاودنې شوي چې له امله يې  دوه تنه ژوبل شوي دي.

د ننګرهار ولايت چارواکي وايي چې چاودنې د جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د امير شهيد بڼ ته څېرمه په ګلدان کې د ځای په ځای شويو چاودېدونکو توکو له امله رامنځته شوې.

تر اوسه د پېښې له ځايه دوه تنه ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

تيره اوونۍ هم د جلال اباد ښار د تالاشۍ څلور لارې کې درې پرله پسې چاودنې وشوې چې له امله يې څلور تنه ولسي وګړي ووژل شول او شل نور ټپيان شول.

دا په داسې حال کې ده چې ددې ښار د وروستيو ناکراريو له امله د پنجشنبې په ورځ ددې ښار امنيت ځانګړو ځواکونو ته سپارل شوی دی.

که څه هم د جلال اباد ښار په عامه ځايونو کې د دا ډول چاودنو مسوولیت څوک په غاړه نه اخلي خو د ننګرهار چارواکي وايي چې په دا ډول پېښو کې ولايتي زورواکي او مافيايي کړۍ لاس لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د