غزني؛ دولتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال خلک لمونځ ته نه پرېږدي

نن ټکی اسیا (شنبه، غوایی، ۲۸ ۱۳۹۸ل):
د غزني ځایي اوسېدونکي وایي، دولتي ځواکونه یې جومات ته د لمانځه لپاره نه پرېږدي. د وحید په نوم د “ارزو ” کلي یو اوسیدونکی وایي چې دا شپږمه ورځ ده چې دولتي ځواکونه یې د ماښام تر لمانځه وروسته جومات ته د تللو څخه منع کوي، جومات کې نه امام شته، نه مقتدیان او نه هم تراویح لمونځ. دی زیاتوي: په ډیر شوق او مینه یې په روزه کې د تراویح لمانځه پر مهال د قرآنکریم ختم پیل کړ، خو په دې نه پوهیدل چې دولتي ځواکونه به یې جومات ته د تګ مخنیوی کوي.
وحید د تګ د مخنیوي سبب، دا ښيي چې ګواکې دولتي ځواکونه ورته وایي چې امنیتي وضعیت ښه ندی، ځینې وختونه د طالبانو او ځایي اوسیدونکیو توپیر نه کیږي، ښه دا ده چې تراویح او ماخوستن لمونځ ته ولاړ نشئ.
دا په داسې حال کې ده چې غزني کې ځایي حکومت د خالد ۳ په نوم نظامي عملیات پیل کړي چې اوس هم دولتي ځواکونه د غزني ـ ښرنې لین پر اوږدو نژدې کلیو کې پراته دي. چې ددې عملیاتو په ترڅ کې لسګونه عام کلیوال وژل شوي دي، تیره اونۍ کې د دولتي ځواکونو د راکټ له امله ۶ تنه کوچیان وژل شوي وو. دا عملیات اوس مهال د غزني مرکز ته نژدې د شالیز او ارزو کلیو کې روان دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د