ولسي جرګه؛ و کیلان د پارلمان نوی مشر نه مني

نن ټکی اسیا (شنبه، غوایی، ۲۸ ۱۳۹۸ل): له ناندریزو او له جنجالونو د ډکو ټاکنو د پایلو تر اعلانېدو وروسته اوس؛ د ولسي جرګې د «مشرتابه» ټاکل په یوه نوي جنجال بدل شوي، دوه ورځې وړاندې د لومړي ځل لپاره د ولسي جرګې د مشر د ټاکلو په موخه ټاکنې ترسره شوې ، په یاد دور ټاکنو کې میررحمان رحماني ۷۵ او کمال ناصر اصولي ۶۹ رایې ترلاسه کړې مګر هیڅ یوه کاندید ونشوای کولای ۵۰+۱ رایې خپلې کړې، له همدې امله د اساسي قانون له حکم سره سم د دوو مخکښو کاندیدانو تر منځ سیالي دوهم پړاو ته ولاړه.

نن ورځ د میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي تر منځ سیالي پیل شوه چې؛ رحماني پکې ۱۲۳ رایې او کمال ناصر اصولي ۵۵ رایې خپلې کړې.

د اساسي قانون په اساس؛ رحماني د ۱۲۴ رایو تر وړلو وروسته کولای شوای د ولسي جرګې مشرتابه ته لار ومومي خو د  ولسي جرګې مؤقت مشر «دهقانپور» نوموړی د ۱۲۳ رایو تر اخستلو وروسته د ولسي جرګې نوی رئیس اعلان کړ چې؛ ګڼ مخالفتونه او غبرګونونه یې راوپارول.

د میر رحمان رحماني سیال اصولي وايي؛ د ولسي جرګې مؤقت رئیس یو میلیون ډالر واخستل او نورو وکیلانو هم خپلې رایې د پیسو په بدل کې په رحماني وپلورلې نو ځکه نوی مشر ورته د منلو وړ نه دی او سبا به نوي ټاکنې ترسره کوي.

د اصولي په وینا؛ که چېرې یې په غوښتنو عمل ونشي، د پارلمان دروازه به وتړي او چاته به اجازه ورنکړي چې؛ ددوی حق تر پښو لاندې کړې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
5 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
د چرخ آغا صاحب
میلمه
د چرخ آغا صاحب

گلمرجان یی نه منی
لکه چی بیا کوم بل جان کیری ته ضرورت دی
باید دوہ سری پارلمان جوړ شی
یو د پارلمان رئیس ، او بل یی اجرایی مشر۔
داسی نه وی چی دوی ھم آخر په پنجاہ پنجاہ سرہ توافق ته ورسیژی
او تیار دواړہ ھمداسی برابر مناسب شخصیتونه دی
رحمانی دجھان متفکر ، او اصولی د فیشن او سینگار نمونه

غوربندي
میلمه
غوربندي

اصولي ته

تا تمه درلوده چې خلک به خدايجتي رايې درکوي؟؟

خدای دې خوار کړه،،، که مشري غواړې نو د رحماني خرابات شوې پيسې به هم ورکوې او د وکيلانو به خولو کې به هم د ډالرو ميتيازې کوې،،، همدا د ديموکراسی اصول دي اصولي صاخب.

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

اوښ ته چا ویلی [[ ورمیږ دی ولی کوږ دی ]] اوښ ځواب ورکړو چه [[ کوم ځای می سم دی چه د ورمېږ پوښتنه می کوی ]] .
همدا حالت د کابل د غلامانو دی ، کوم کار او کومه وینا یی سمه ده چه د شوری ریس او حتی پارلمانی ټاکنی به یی سمی وی نه شرم لری او نه حیا ، هر څه چه کوی دننه د کومی کودتا امکان تر هغی نشته چه د اشغالګرو فوځونه او الوتکی شتون لری ، د غلامانو ترمنځ مشر او کشر څه معنی لری

محمد میرویس
میلمه
محمد میرویس

د پارلمان ترل هم هسی یوه ریشخنده معامله شوه د رایو توپیرباید اصولی صاحب دی ته هحوولی وای چی شاغلی رحمانی ته یی مبارکی ویلی وای.

مجاهد
میلمه
مجاهد

حیرانوونکی!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!! په ښکاره اشغال شوی هیواد کی چه زمکه یی په تانکو او جنګی مهماتو او هوایی په جنګی الوتکو پټه ده، هر دفتر کی یی مشاورین ناست او قومانده ورکوی، قضایی مصونیت لری څه چه یی خوښه وی حتی د غلامو لوړپوړو چارواکو او د هغوی د کورنیو سره . بیا هم مونږ د حکومت، پارلمان او ټاکنو یادونه کوو؟؟؟؟؟ مغز پریمنځنه ( برین واش ) به می اوریدلو مګر نن صبا یی عملی بڼه کی ګورو ، که اشغلګرو راته د اشغال او غلامی حالت کی کی د خپلواک ، حکومت، ټاکنو او داسی نورو نومونه اخلی مونږ… نور لوستل »

غمی.پښتین
میلمه
غمی.پښتین

په بحث کې ګډون وکړه…مجاهد ته.
د انګریز وزیر. ریس .مامور، ځکه منی چه سوسیال درکوی.افغان مسلمان وزیر ریس مامور .باباګان نه منی؟ځکه یی نه منی چه ملک نور د پاکستان اشغال ته نه درکوی.