د نبي او راشد په ګډون ملي لوبډله نن ایرلینډ سره سیالۍ لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ غویي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او ایرلینډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ نن د دوه یو ورځني سیریز په لړ کې لومړۍ سیالۍ نن د یکشنبې په ورځ په ۱۹مه نېټه د ایرلینډ په بیلفاسټ کې ترسره کیږي.

په دغه سیالۍ کې به د افغان لوبډلې دوه تکړه او نوموتي لوبغاړي محمد نبي او راشد خان هم ګډون کوي کوم چې له اوږد غیاب وروسته یو وار بیا له لوبډلې سره یو ځای شوي دي.

محمد نبي او راشد خان له اوږدې مودې راهیسې په هند غوره لیګ کې د ګډون په موخه په دغه هېواد کې تم وو، چې نه یې په سویلي افریقا کې د ملي لوبډلې سره تمرینات ترسره کړل او نه یې هم د سکاټلینډ پر وړاندې سیالیو کې شرکت وکړ.

دواړو لوبغاړو د افغان کرېکټ بورډ هغه مهال سخت مخالفت وښود کله چې کرېکټ بورډ د نړیوال جام لپاره د اصغر افغان پرځای ګلبدین نائب لوبډلمشر وټاکه.

د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ دوه یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کیږي چې په دې لړ کې لومړۍ سیالۍ نن ماسپښین د افغانستان پر وخت د ورځې په ۲:۱۵ بجې پېل کیږي چې شاید لوبه د ورښت له کبله هم اغیزمنه شي.

د ایرلینډ په پرتله دغه سیالۍ د افغانستان لپاره ډيره مهمه ګڼل شوې چې افغان لوبډله د نړیوال جام لپاره چمتو والی نیسي او ماتې خوړل به یې په زیان وي، خو بالعکس ایرلینډ لوبډله په نړیوال جام کې ځای نه لري.

د یادونې ده چې ایرلینډ لوبډله د افغانستان لوبډلې سره په یو ورځنیو سیالیو کې مساوي پایلې لري، په تېرو پنځو سیالیو کې دوه افغانستان او دوه ایرلینډ ګټلي چې یوه لوبه د ورښت له کبله بې پایلې اعلان شوې ده.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د