د مکې ښار یو تصویر په ۲نیم سوه زره ډالر وپلورل شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غوایی، ۲۹ ۱۳۹۸ل) : د انګلستان مرکز لندن ښار کې د ساتبیز په نوم یو نندارتون کې د مکې مکرمې د ښار یو لرغونی تصویر په دوه نیم لاکه ډالر لیلام کړل شو.

دا تصویر ۱۳۱کاله وړاندي په ۱۸۸۸م میلادي کال کې د یو ختیځ پیژندونکي هالنډي کریسټین سناک له خوا اخیستل شوی، نوموړی هغه مهال په سعودي عربستان کې د هالنډ په سفارت خونه کې مامور و.

په دغه تصویر کې د مکې ښار په داسي بڼه راغلی چې بیت الله شریف او مسجد الحرام پکي له ورایه ځلیږي.

دغه تصویر۱۳۱ کاله وروسته د لندن په ساتبیز نندارتون کې لیلام ته وړاندي کړل شو، چې په 2.5 سوه زره امریکایی ډالرو وپلورل شو او د اخیستونکي نوم یې پټ ساتل شوی.

تراوسه د دې لامل څرګند نه دی چې ولي دا تصویر وروسته له دومره وخته لیلام کړل شو او ولي یې د پیرودونکي نوم پټ وساتل شو.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د