له ښي لوري لومړی ملا عبدالغني برادر

د المان ځانګړی استازی د یوه پلاوي په ملتیا د «ملا برادر اخند» لیدو ته ورغلی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غوایی ۲۹، ۱۳۹۸ل): د افغانستان لپاره د المان هیواد ځانګړی استازی «مارکس پوتزیل» د یوه پلاوي په ملتیا، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر «ملا عبدالغني برادر» لیدو ته ورغلی او د افغان سولې په اړه ورسره غږېدلی.

دغه لیدنه چې د روانې میلادي میاشتې په ۱۸ نېټه د قطر په پلازمېنه «دوحه» کې شوې، د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» یې په تړاو خپره کړې اعلامیه کې لیکلي «د افغانستان د اسلامي امارت د سیاسي چارو مرستیال او د سیاسي دفتر رئیس محترم ملا عبدالغني برادر او ورسره هئیت یې د افغانستان لپاره د المان هیواد له خاص استازي مارکس پوتزیل او ورسره مل هئیت سره وکتل».

اعلامیه وړاندې زیاتوي «دواړو خواوو د افغانستان په روانو حالاتو، د افغانستان د مسئلې د سوله ایز حل په بیلا بیلو اړخونو او پدې برخه کې د المان هیواد د هڅو په باره کې خبرې وکړې،  همداراز د المان هیواد خاص استازي د سولې په اړه د خپل هیواد د مثبت رول لوبولو اطمئنان ورکړ او ټینګار یې وکړ چې پدې هکله به د اسلامي امارت سیاسي دفتر سره خپل تماس ته دوام ورکوي».

یاده دې وي چې؛ په دې وروستیو کې د ګڼو هیوادونو لوړپوړو چارواکو د افغانستان د سولې په تړاو د بحثونو او د خپلو اندېښنو د لیرې کولو په موخه د طالبانو د قطر دفتر ته مخه کړې.

د شنونکو په باور؛ نړیوال د ګډ حکومت په سیاسي او جوړښتیز ثبات باور نه لري او د طالبانو بیرته راګرځېدنه ورته یقیني برېښي چې؛ له امله یې هغوی اړ شوي د راتلونکي افغانستان په اړه د قطر دفتر له غړو سره وغږېږي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د