قریشي: که د طالبانو او امریکا خبرې پرمختګ وکړي، شاید ټرمپ او عمران خان سره وګوري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غوایی، ۲۹ ۱۳۹۸ل) :د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «شاه محمود قریشي» وايي؛ که د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ په خبرو کې پرمختګونه ولیدل شي، ددې امکان شته چې د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» دې له «عمران خان» سره وګوري.

قریشي چې؛ تېره ورځ یې له رسنیو سره خبرې کولې وویل « په دوحه کې د طالب او امریکايي استازو تر منځ په خبرو کې پرمختګونه لیدل کېږي او که چېرې دا پرمختګونه نور هم زیات شي، امکان لري ټرمپ او عمران خان یو له بل سره وویني او د سیمې د ثبات په اړه بحثونه وکړي».

کله چې له نوموړي وپوښتل چې؛ د دې لیدنې لپاره شرایط څه دي، قریشي یې په جواب کې وویل « د خبرو پرمختګ د لیدنو له شرایطو څخه نه دی خو؛ که چېرې د طالبانو او امریکا تر منځ په مذاکراتو کې پرمختګ رامنځته شي دا به د ملاقات لپاره غوره چاپېریال ورغوي».

د قریشي په وینا؛ ټرمپ او عمران خان دواړه د سیمې امنیت او ثبات غواړي او په افغانستان کې د تشنج د پای ته رسولو هڅې کوي.

یاده دې وي چې؛ پاکستان داسې مهال د مذاکراتو د پرمختګ په صورت کې د ټرمپ او عمران خان تر منځ د احتمالي لیدنې خبر ورکوي چې؛ د طالب او امریکايي استازو تر منځ شپږم پړاو مذاکرات کابو یوه اونۍ وړاندې پای ته ورسېدل، د یاد دور مذاکراتو په تړاو دواړو لورو ادعا درلوده چې؛ په خبرو کې يې پرمختګ کړی او د تېر دور په اختلافي مسایلو یې اختلافي واټن تر ډېره راکم شوی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
انجینر بختور منګل
میلمه
انجینر بختور منګل

قریشی صاحب،که چیری سوله وغواړی.په یوه ورځ کی سوله راځی.سوله او د جنګ کیلی د ستاسو په لاس کی ده.