نوې څیړنې د میوې جوس روغتیا لپاره ګټور نه بولي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹ غویي، ۱۳۹۸ل): نوې څیړنې ښيي چې د میوې جوس څښل د روغتیا لپاره یوه زیانمنه تجربه ده، ځکه چې دا د انسان د ژر مړینې لامل کیږي.

نویو څیړنو موندلې چې د ژر مړینې یو شمېر لاملونه دي خو هغه کسان چې په پراخه کچه خواږه مشروبات څښي، په دوی کې د ژر مړینې خطر زیاتیږي.

په امریکا کې د ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې د ګازي مشروباتو او د میوې جوس ترمنځ پرتله ترسره شوه، په دې څیړنه کې وموندل شوه چې د دواړو څخه رامنځته کیدونکې پایلې یو ډول دي، او د ژر مړینې لامل خطر زیاتوي، خو څيړونکو په دې برخه کې د لا ژورو څیړنو ټينګار کړی.

له بل پلوه یو بل څیړونکی وایي؛ د میوې جوس څښل له یوه اړخه مهم دی، د نوموړي د وینا سره سم چې په ورځ کې یو ګیلاس جوس څښل چې له ۱۵۰ ملي لیترو زیات نه وي روغتیا ته زیان نه رسوي.

د ترسره شوې څیړنې په ترڅ کې له «۱۳۴۴۰» کسانو څخه د څومره مودې لپاره د جوس یا خواږه مشروباتو څښلو پوښتنې ثبت شوې، په دې لړ کې هغه کسان چې تر ۶ کالو مودې یې دغه څښاک کول، د «۱۰۰۰» کسانو د مړینې لامل یې مختلف خو د «۱۶۸» کسانو د مړینې لامل د شریان ناروغي وه.

د لاملونو څرګندیدو نه وروسته (د بېلګې په ډول چاغوالي کې) د هغو کسانو د ژر مړه کیدو ګواښ ۱۱سلنه زیات شوی و، کومو چې «۳۴۰» ملي لیتره ګازي څښاک کول، او د هغه کسانو کې چې ورسره یې د «۳۴۰» ملي لیتره د میوې جوس څښل ۲۴سلنه د ژر مړینې ګواښ زیات شوی و.

څیړونکي (چې د اتلانتا اموري او د نیو یارک کورنیل پوهنتون څخه وو) وایي؛ یادې پایلې دا ښيي چې د ګازي مشروباتو د زیات استعمال ترڅنګ د میوې جوس څښل د ژر مړینې خطر نور هم زیات کړی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د