ولسي جرګه؛ د رئیس ټاکنه په جګړې بدله شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غوایی، ۲۹ ۱۳۹۸ل): د ولسي جرګې د ناندریزو ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته اوس؛ د پارلمان د مشر ټاکل په ستره لانجه بدل شوي.

تېره ورځ کله چې؛ ددوهم ځل لپاره ددوو مخکښو نوماندانو «میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي» تر منځ ټاکنې وشوې، اصولې پکې ۵۵ او رحماني ۱۲۳ رایې خپلې کړې.

د اساسي قانون له حکم سره سم، رحماني د ۱۲۴ رایو تر اخستلو وروسته کولای شوای د پارلمان ریاست ته لار ومومي خو؛ د ولسي جرګې دننه تر یوې لنډې وقفې وروسته نوموړی له ۱۲۳ رایو سره د ولسي جرګې نوی رئیس وټاکل شو چې د اصولي په ګډون د یو شمېر وکیلانو له توند غبرګون سره مخ شو چې؛ په دوام یې شخړې لا هم ادامه لري.

نن د ولسې جرګې تالارو وروسته له هغه د جګړې په میدان واوښت چې؛ یو شمېر وکیلانو پرونی ټاکل شوی رئیس «رحماني» له چوکی لیرې کړ.

په ټولنیزو رسنیو باندې په خپرو شویو ويډیوګانو کې لیدل کېږي چې؛ وکیلان یو له بل سره په شخړه اوښتي او امنیتي کسان یې تر منځ ګواښ کوي.

په همدې منځ کې یو بل وکیل چې د رحماني ملګری بلل کېږي، له یوه چاقو ډوله څیز سره ښکاري چې؛ د نورو وکیلانو په لور په منډه دی.

په بله ویډیو کې ښکاري چې؛ د رحماني په وسلو سمبال ملګري د امنیتي کسانو له مخالفت سره، سره د پارلمان ودانی ته ننوزي.

لا هم ښکاره نه ده چې؛ د ولسي جرګي د ریاست لپاره به بل پړاو ټاکنې ترسره کېږي او که نه خو؛ بي بي سي د پارلمان له منځه د خپلې یوې سرچینې له قوله لیکلي چې؛ شخړه اوس ارامه شوې او وضعیت نورمال حالت ته راګرځېدلی.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
سیدګل اغابنوری
میلمه
سیدګل اغابنوری

دافغانستان هیواد نن سبادهرچا په شخصی ملکیت تبدیل شوی اوهرسړی ،که مجاهد دی اوکه کمونست ،مسیحی دی ،که یهود ،ښځه ده اوکه نر،غل دی اوکه رهزن ،ماموردی ،اوکه ملیشه ،وزیر دی که جنرال ،والی دی اوکه بل کوم کورورانی ،بدعمله اوبدماش ؟ بی لدی چه شخصیت اوأهلیت ولری اوکنه خپل ځان داسی ګڼی چه دهر تور اوسپین ،مالك اوخاوند همدغه بیدینه ،بی وجدانه ،اوبی ایمانه دی ؟ اودکثیفی اوناولي څیری سره ، دبی ناموسۍ سره میدان کی ولاړدی ؟داسی ځان جوړوی چه هیواد زما په ښکر ولاړدی اوکه زه سر وخوځوم هر څه به لمنځه ولاړ شی ، پدی هیواد… نور لوستل »