سعودي: ایران په سيمه کې جګړې ته لمن وهي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، غوایی، ۲۹ ۱۳۹۸ل): د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبیر پر ایران تور لګولی، چې سيمه کې د ناکراراۍ لپاره د جګړې اور ته لمن وهي او نړيوال قوتونه دې د ایران د هڅو مخنیوی وکړي.

رویټرز خبري اژانس د سعودي د بهرنيو چارو وزير له قوله ليکلي، چې هېواد يې په سيمه کې د جګړې د مخنيوي لپاره ټوله هڅه کوي او که جګړه ونښته سعودي به په ټول ځواک له خپل ځانه دفاع وکړي.

ښاغلي جبیر ويلي، دا اوس په ایران پورې  تړاو لري، چې جګړه کوي که نه.

د سعودي عربستان پاچا سلمان بن عبدالعزيز هم پر سعودي اهدافو د ممکنه بريد په تړاو د روانې مې مياشتې په دېرشمه د خليجي همکاريو سازمان بېړنۍ ناسته رابللې ده.

دغه ناسته کې به په مکة المکرمة کې ترسره شي او د خليجي هېوادونو غړي به د منځني ختيځ د امنيتي حالاتو په اړه سلامشورې وکړي.

سعودي دا ایران پر ضد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تېره سه شنبه سعودي کې د تېلو پر دوو مرکزونو بریدونه شوي وو.

د دغه برید پړه د ایران په ملاتړ يمن کې جنګېدونکې «حوثي» ډلې منلې وه.

سعودي له ۲۰۱۵ کال راهيسې  په يمن کې له حوثيانو سره په جګړه بوخت دی.

همدارنګه تېره اونۍ د متحده عربي اماراتو الفجيره بندر سره عمان سمندري پولې ته څېرمه په وسله‌وال برید کې د  تېلو لېږدوونکو څلورو بېړيو باندې بریدونه شوي وو.

سعودي وايي، په دغه برید کې يې دوه بېړۍ زيانمنې شوي دي.

امریکا د دغه برید پړه پر ایران اچولې او له دغې پېښې وروسته سيمه کې بحراني حالت نور هم ترينګلی شوی دی.

ایران په دواړو پېښو کې لاس لرل په سخته رد کړي دي.

د ایران مذهبي مشر اية الله علي خامنه يي او د بهرنيو چارو وزير ډاکټر محمد جواد ظريف ويلي، چې ایران له هېچا سره جګړه نه غواړي او نه هم له امریکا سره مذاکرات کوي.

خو د ایران سپاه پاسداران ځواک مشر قومندان جنرال حسين سلامي ويلي، چې د امریکا په ګډون هېڅوک دې پر ایران د بريد تېروتنه نه کوي او د برید په صورت يې په سيمه کې د امریکايي اهدافو د ويشتو ګواښ کړی دی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

سعودی په سیمه حلوا ګانی ویشی
د نور هر سوک ترهګر دی بس چی بسلمان دی نو د دوی دی