زه او ښایستو

حامد افغان

د ځواني ټولې هيلې مې په یوه ښایستو پوري تړلې وې، که یې ترلاسه کړم نو ګوا ټوله دنیا زما شوه، د خدای کړه و ټوله دنیا زما شوه ځکه هغه ښایستو زما شوه. څه موده وروسته زما او ښايستو وږیو ذهنونو ته بله او مهمه هیله را ننوتله، لکه پخوا یوګونې چوپتيا کړولو دا مهال مو دوه ګونې چوپتيا ماتول مهمه هیله وګرځيدله او له الله نه مو خواږه ماشومان غوښتل، مهربانه څښتن هغه هم راولورول، لنډه دا چې کور مې هم جوړ شو او شور هم په کې پیدا شو.

اوس نو موږ څو ژوندي سري وو، خپل خوراک او څښاک ته مو اړتیا وه، هیله مې دا شوه چې ځان ته کار او کتار برابر کړم او د خپلې ګولې درک پخپله وکړم، د دې هيلې په ترلاسه کولو پسي مې هم ډېرې منډې ترړې وکړې او الحمد لله پیدا مې کړه او خپله روزي مې پخپلو لاسونو او خپلو هڅو د چا له احسان پرته پاکه حلاله ګټله او خوړله.

شپې ورځې روانې وې اولادونه مې لویان او ځوانان شول، اوس نو د هر یوه په اړه پخپل وخت دا اندیښنه راترغاړي وه چې ودونه ورته وکړم او په درنښت او عزت یې خوندي کړم، دا هيلي هم ترسره شوې، زامنو ته مې ودونه وکړم او لوڼه مې هم واده کړې، لنډه دا چې د الله په فضل سره مې ټول خوندي کړل.

دا مهال زه او ښايستو دا سي ګوښي پاتي شوو لکه د واده لومړۍ شپو ورځو په څیر، له کارونو ستړي شوو او له ژونده ماړه، مخکې زه او ښايستو ژوند ته ورروان وو، د ژوند ګڼ شمیر هیلو تخنولو، ښورولو او ژوند چارو ته هڅولو، خو اوس موږ دواړه ژوند او د ژوند هیلو ستړې کړي وو ژوند ته مو شا کوله او د مرګ لورته روان وو.

خو دا مهال هم موږ نهیلي نه وو، لویې هيلې مو لرلې، زما هیله دا وه چې د الله کتاب ښه زده او یاد کړم، خو یاد او حافظه مې سولیدلې او له کاره لويدلې وه، ما دا هیله هم لرله چې د الله عبادتونه وکړم، روژې ونیسم او شپه په نفلونو او عبادت روڼه کړم، خو په بدن کې مې د دې کارونو سېکه او متره نه وه، زړبوډۍ او ګڼ شمیر ناروغیو کړولم او زورولم.

د خپل ژوند دا ویرلړلی، ویرژلی اوغم ځپلی داستان مې په دې مبارک حدیث پورې یاد ته راغی، په ځانګړې توګه ځوانان دې زما د ژوند له ارمانجن داستان لوستلو وروسته په دې حدیث ښه غور او فکر وکړي : رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه سړي ته په نصیحت کې وفرمایل: پينځه شیان له پينځو مخکې غنیمت وګڼه: ځواني دې له سپینږیرتوبه مخکې غنیمت وګڼه، روغتیا دې له ناروغي مخکې، غنا او شتمنې دې له مسکنت مخکې، فراغت دې له بوختیا مخکې او ژوند دې له مرګه مخکي.

عَنِ بْنِ عَبَّاس رضي الله عنه أَنَّ النَّبِيَّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – قَالَ لِرَجُلٍ وَهُوَ يَعِظُهُ اغْتَنِمْ خَمْسًا قَبْلَ خَمْسٍ شَبَابَكَ قَبْلَ هَرَمِكَ وَصِحَّتِكَ قَبْلَ سَقَمِكَ وَغِنَاكَ قَبْلَ فَقْرِكَ وَفَرَاغِكَ قَبْلَ شُغْلِكَ وَحَيَاتِكَ قَبْلَ مَوْتِكَ. أخرجه الحاكم في المستدرك رقم ( 7846 ) 4 / 341 وقال : هذا حديث صحيح على شرط الشيخين ولم يخرجاه ، وابن أبي شيبة رقم ( 34319 ) 7 / 77 ، والقضاعي في مسند الشهاب رقم ( 729 ) 1/425، وفي صحيح الترغيب والترهيب رقم ( 3355 ) .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د