افغانستان

مجاهد: غزني کې طالبان نه، د ولسي وګړو موټر بمبار شوی

نن ټکی اسيا (یکشنبه، ۲۹ غوایی، ۱۳۹۸ل): وروسته له هغه چې ځينو رسنيو خبرونه خپاره کړل چې په غزني ولايت کې په هوايي بريد کې اتلس تنه طالبان وژل شوي، طالب وياند يې په اړه غبرګون ښودلی دی.

تيره شپه ځينو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د امريکايي ځواکونو په هوايي بريد کې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې اتلس تنه طالبان وژل شوي دي خو ذبيح الله مجاهد دا ادعا رد کړه او په هوايي بريد کې وژل شوي کسان يې ولسي وګړي بللي دي.

مجاهد ويلي دي چې تير مازيګر امريکايي الوتکو د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د ملکي وګړو يو ټونس موټر په نښه کړی دی چې له امله يې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي دي.

هغه ويلي دي چې په ياده سيمه کې په ملکي وګړو له هوايي بريد پرته بله کومه پيښه نه ده رامنځته شوې.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په ولسي وګړو هوايي بريدونه او شپنيز عمليات تر بل هر وخت زيات شوي دي چې له امله د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې زياتوالی راغلی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x