د قطر سفر «نهمه برخه»

حفيظ الدين پيرزاده

د دوحې موزیم

موږ‎ لا ھماغسې پخپلو کې بنډار کاوہ چې عابد صیب را ورسید!

له روغبړ‎ پس د موټر پر لور روان شو، ساپی صیب مخکې کیناست. زہ، ذاکري صیب او د عابد صیب کشر ورور شاته!

تر موزیمه پورې به پنځلس یا شل دقیقې لیار وہ! عابد صیب سرہ مو خبرې کولې!

نوموړ‎ی د ډیرو نیکو اخلاقو څښتن او مخلص انسان دی!

د امارت پر مھال د کراچۍ په ښار کې د امارت استازی و! ھلته چې ھغه د عامو افغانانو څومرہ خدمت کړ‎ی، د ھغې تفصیل یوہ بیله لیکنه غواړ‎ي!

ماته پخپله څو مجاھدینو ملگرو چې په زخمي حالت کې ھلته وړ‎ل شوي و، ویلي: عابد صیب به زموږ‎ خدمت داسې کاوہ لکه موږ‎ یې چې د کورنۍ غړ‎ي یو!

په ھر حال، موټر مو د موزیم په پارکنگ کې ودروہ او د موزیم پر لور روان شو!

د موزیم ودانۍ چې ماته نه پوھیږ‎م ولې د علي جناح د قبر په څیر ښکارہ شوہ، پر یوې اوچتې تپې د سمندر پر غاړ‎ہ ودانه شوې!

د موزیم مسؤلینو د ټکټ اخیستو راته وویل: عابد صیب موږ‎ ټولو ته ټکټونه راونیول!

دلته ټکټونو ھم دوہ مختلف قیمتونه لرل؛ د قطر اوسیدونکیو ته ۵ درھمه او بھرنیو سیلانیانو ته ۵۰ درھمه!

ما له ځان سرہ ویل: پابندي پرې سعودي لگولي او دوی یې زور زموږ‎ څخه و باسي!!

ھغه متل دی: زور مې پر تا نه رسي، مړ‎ به دې ابا کړ‎م!!

موزیم څلور منزله لرل. څلورم منزل یې د بیارغونې لپارہ بند و. موږ‎ دریم منزل ته په لفټ کې پورته شو او له ھغه ځایه مو د انتیک شیانو نندارہ پیل کړ‎ہ او منزل پر منزل د پوړ‎یو له لیارې لاندې راتلو!

د مختلفو زړ‎و شیانو تاریخي قدامت له دوہ سوہ تر زرو کلونو و. دا شیان ډیري یې د ژوند ژواک، پخوانیو جگړ‎ہ ایزو الاتو، پخوانيو کتابونو څخه نیولې د ښځو د آرائش تر زیورونو پورې و!

د قرانکریم نایابه خطي نسخې چې په گڼو رسم الخطونو لیکل شوې وې، ھم موجودې وې!

دې موزیم ته ډیري نوادرات له شام ( اردن، سوریه فلسطین) عراق، ھند، ایران او نورو اسلامي ھیوادونو څخه راوړ‎ل شوي و.

ما اخوا دیخوا سترگې اړ‎ولې که د قرانکریم کومه نادرہ نسخه یا کوم بل شی پیدا کړ‎م چې د افغانستان نوم ورسرہ لیکل شوی
وي، خو بریالی نه شوم!

آخر مې په دویم منزل کې یو قبر پیدا کړ‎ چې د جوړ‎ولو ویاړ‎ یې زموږ‎ و!

لږ‎ څه ور اخوا مې یو کچکول ولید چې د بندو ښیښو په منځ کې ځړ‎یدہ! د دې کچکول د ملکیت او جوړ‎ولو ویاړ‎ ھم زموږ‎ و!

ما خپلو ملگریو ته وویل: تاریخي نوادر د ائینې په شان دي چې سړ‎ی پکې د خپل ماضي تصویر ویني، د خپل ولس او خلکو د پروني ژوند، اند، کلتور، فن او نورو اړ‎خونو څخه خبریږ‎ي!

داسې ښکاري چې له قبر او کچکول سرہ زموږ‎ راشه درشه، ناسته ولاړ‎ہ او تعلق راته له خپلو نیکونو په میراث پاته دی!!!

د موزیم له لیدنې پس عابد صیب موږ‎ ھوټل ته راورسولو او لاړ‎!

زہ ھم خپلې کوټې ته لاړ‎م او د ورځنیو یادښتونو پر لیکلو مصروف شوم!

ماښام مې له داکتر صیب فاروق اعظم او خالد ھادي صیب سرہ د بیرون تگ پلان جوړ‎ کړ‎ی و!

له لمانځه پس د ھوټل سالون ته را کوز شوم، داکتر صیب له مخکې ھملته و. لږ‎ہ شیبه پس خالد صیب ھم راورسید او بیا درې واړ‎ہ د خالد په موټر کې د دوحې د ښار زاړ‎ہ بازار ته لاړ‎و.

د دې بازار دوکانونه، لارې کوڅې او نورې ودانۍ د معمارۍ پر پخواني تخنیک جوړ‎ې دي.

د بازار په کوڅو کې چې سړ‎ی گرځي داسې فکر کوي لکه وخت چې یو نیم سل، یا دوہ سوہ کاله پخوا دلته د دمې لپارہ تم شوی وي او بیا مخکې نه وي تللی!

موږ‎ دلته او د سمندر پر غاړ‎ہ کافي وگرځیدو.

خالد ھادي صیب له چا سرہ پر ټیلفون خبرې کولې؛ په خندا شو او و یې ویل: ھمدلته دی، زہ تیلفون ورکوم!

بیا یې ټیلفون ماته راکړ‎!

دا حافظ صیب عزیز الرحمن و، د امارت په وخت کې په اماراتو کې د افغانستان سفیر!

ما له سلام دعا پس ورته وویل: ورورہ! ستا نوم او ټیلفون نومرہ ماته د فیس بک یوہ داسې نالیدلي گران ملگري راکړ‎ې وہ چې ما دې له راتگ سرہ له حنفي صیب او نورو ملگرو پوښتنه کړ‎ې! تاسې په غونډہ کې تشریف نه درلود نو ځکه مو لیدل نه دي شوي!

حافظ صیب راسرہ سبا ته د لیدلو ژمنه وکړ‎ہ، ما ورسرہ خبرہ ځکه اوږ‎دہ نه کړ‎ہ چې ډاکتر صیب فاروق اعظم ھم موجود و او ماته د مشرانو په موجودیت کې پر ټیلفون اوږ‎دې خبرې له ټولنیز ادب څخه لیرې بریښي!!

موږ‎ چې بیرته ھوټل ته راغلو، داود عظیمي په ھال کې موجود و. راته یې کړ‎ل: ھغه ژورنالست تاته منتظر و، خو تاسې موجود نه واست او ھغه ھم ناھیلی لاړ‎!

ما په ظاھرہ افسوس وکړ‎ خو په زړ‎ہ کې خوشال وم چې ترې خلاص شوم، لیکن دا خوشالي مې موقته وہ! عظیمي راته وویل: ھغه سھار د چایو پر وخت بیا راځي او له تا سرہ مصاحبه کوي!

زہ له غربي ژورنالستانو سرہ د خبرو او مرکو اوږ‎دہ تجربه لرم. دا ډیر منافق مخلوق دی! سړ‎ی په خبرو گرم کړ‎ي او بیا چې پر ځان پوھیږ‎ي، دوی ترې ھماغه خبرې را ایستلې وي چې د دوی په کار وي!

دلته به له تاسې سرہ خپله یوہ لنډہ خاطرہ شریکه کړ‎م؛

کلونه وړ‎اندې د سویدن ستاکھولم راډیو وغوښتم.

د خبرو موضوع د افغانستان روانه غمیزہ وہ، ھر میلمه خپل نظر وایه.

ما پخپل نوبت کې د اسلامي امارت او د کرزي د حکومت تر منځ یو پرتلیز جاج وړ‎اندې کړ‎ او بیا مې د امارت په نیمگړ‎تیاوو ھم رڼا واچوله!

خو زہ ھغه مھال اک پک شوم چې راډیو زما ټولې خبرې سانسور کړ‎ې وې او یواځې ھغه برخه یې نشر کړ‎ې وہ چې ما پکې د امارت نیمگړ‎تیاوې په گوته کړ‎ې وې!

د غربي رسنیو بل مھارت دا دی چې یو رښتینی خبر به درته داسې تاو را تاو کړ‎ي او په داسې عجیبو لفافو کې به یې و پیچي چې د دروغو له خبر څخه به یې ټولنې ته ضرر ډیر وي.

په ھر حال، موږ‎ د ھوټل خوړ‎نځای ته لاړ‎و.

داکتر صیب راته وویل: سبا مازیگر د سید محمد طیب اغا لیدو ته ورځو!

ما ویل سمه دہ، ډوډۍ مو وخوړ‎ہ او بیا ھر څوک خپل اطاق ته لاړ‎.

زہ چې کله لاندې تلم، ما خپل تیلفون د چارج لپارہ کوټه کې پرې ایښی و او پخپله ترې بنډار او چکر ته داسې په بې غمه زړ‎ہ تللی وم لکه مجرد!!

ټیلفون ته د گران ملگري ډاکټر مزار گل صالح صیب زنگونه او پیغامونه راغلي ول. ھغه ھوټل ته زما لیدو ته راغلی و او زہ نه وم!
ما ډاکټر صیب ته زنگ وواھه او د خپل تقصیر سبب مې ورته ووایه! او د بیا لیدو په ھیله مو سرہ مخه ښه وکړ‎ہ!

د سھار چای، مرکه او له متقي صیب سرہ بیا لیدنه:

( دا لړ‎ۍ ادامه لري )

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د