زیرزمینۍ کې څوک پراته وو؟

نصیب ځدراڼ

د شپې ناوخته د تراوو نه ورسته په حجره کې په شین چای مجلس ګرم دی،تروزي او ماما زامن یو ځای ناست دي،د شپې د باندي څوک نشي وتلی، وایې که چاپه شوه،بیا نو په خوځیدلو دې هم الوتکه په نښه کوي، ماشومان چې د ورځې هم د تیارې غږ واوري؛ نو په غوږونو کې ګوتې کیږدي او په منډې کور ته راځي.

د چورلکو غږ شو،دا غږ رانږدي شو او چورلکې ښکته شوې، عسکر د کور په دروازه ور واوښتل،خارجي او افغان عسکر دواړه دي،حجري په طرف ورغلل، د سړیو لاسونه یې شاته وتړل،تورې خولۍ یې ور پر سر کړې،د کور د ننه چیرته چې ښځینه ناستې دي هغه طرف ته عسکر راغلل،د سپین سرې میرمنې نه پوښتنه کوي چې څو بچیان لرې؟
ځواب ورکړي چې څلور بچیان او څلور لوڼې…

عسکر بیرته بهر وځي،په مخابره کې د چا سره خبرې وکړي، بېرته راګرځي او سپین سرې بوډۍ ته وایې دروغ مه وایه ستاسې د کلي نه چا ستا د کور ادرس راکړیو ستا درې لوڼې او څلور بچیان دي،نورو عسکرو باندي غږ کوي ، چې همدا کور دی.

نارینه یې د کور زیرزمینۍ ته کوز کړي،وهل ،ټکول او د چغو غګونه له زیرزمینۍ نه پاس کور ته را روان دي،له لږ ځنډ وروسته بېرته راوخیږي، د کلی منځ کې یو میدان دی، هلته یې یو ځای کړي،د ډزو غږونه شي، لږ وروسته چورلکې پورته شي او چاپه ختمه شي.

خلک را ټول شي او ډله د میدان منځ ته ورشي؛ ګوري چې پر ځمکه دوه جسدونه په وینو ککړ او په مرميو غلبیل پراته دي، د کور دوه سړي یې شهیدان کړي او درې یې د ځان سره بیولي.

ټول کلي کې ویر په ټغر کیناست، له یوې کورنۍ دوه سړي شهیدان او درې بندیان شول، د ورځې د شهیدانو جنازه وشوه،خلک بیرته کور ته راغلل،مازدیګر د کور یوه ښځینه په کوم کار پسې زیرزمینۍ ته کوزه شي، ګوري چې په وینو لړلی جسد پروت دی، په منډه راشي، د نورو شهیدانو پاتي مراسم کور کې روان دي، خلک را خبر کړي، چې خلک ور کوز شي،د پینځو کسانو نه یې یو همدلته په خنجرو او چاکوګانو شهید کړی او بدن یې ټول ور څیرې کړی.غم یو بل پړاو ته لاړ…

خلکو دا فکر کړی و، چې درې بندیان دي او دوه یې شهیدان کړي وو؛ خو واقعیت داسې نه وو، یو یې په کور کې په خنجر او وهلو- ډبولو شهید کړی و او دوه د کلي په منځ کې شهیدان کړي وو.

دا کومه خیالي کیسه او د ناول ټوټه نه ده؛ بلکې همدا اوونۍ وړاندې د میدان وردګ ولایت د “چک” ولسوالۍ “سیبکه” کلي کې پېښه شوې، د همدې روژې د یوې شپې کیسه ده…

دا د یوه ولایت یا کلي کیسه نه ده،دلته هره دویمه شپه په نیمایې افغانستان کې د افغانانو قصابي روانه ده،د انسانانو قصابان د خپل ښکار په لټه کې په ځمکه او هوا کې ګرځي، د خلکو خوبونه ورک دي،له سهار تر ماښامه، له ماښامه تر سهاره د وحشت فضاء خپره وي، هر سړی د خپل مرګ شیبې شمېرې، هر سړی په دي انتظار کې وي چې نن شپه به خامخا زما په کور یا زما د همسایه په کور چاپه او بمبار وي.

خو کابل او قطر کې بل څه روان دي، کابل کې متفکر ته خلک لاسونه لپه کوي چې بابا زر کلن شې خو علت یې نه دی معلوم چې دوی ولي بابا ورته وایې؟ او ولي یې عمر زر کلن غواړي؟

بل پلو قطر کې خلیلزاد د طالبانو سره ناست دی او د سولې شعار یې په خوله کې دی، مذاکرات د یو پړاو نه بل پړاو او بیا پل پړاو ته روان دي، خبره له ورځې، هفتې او له اونیو میاشتو نه غځیږي او پسې اوږدیږې، په زړه کې مې دا سوال راوګرځي چې دا څنګه دوه مخې ده؟دلته څه روان دي او هلته څه کوي،دلته یې بې دریغه مرګونه شروع دي او هلته یې د سولې شعار په خوله کې دی،

دا څه رنګ سوله ده؟

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
masoom afghan
میلمه
masoom afghan

صد افسوس! د امارت لپاره دا بهتره وه؛
چې قومندانان یې دخپلو سیمو څخه نه وﺉ بدل کړي،ځکه دا جنګ په دوﺉ سوړ شو؛ مثلاً چې د غزنی قومندان کنړ ته یا هلمند بدل کړی نو هغه به هلته څه وکړی چې لارې ګودرې ورته معلومې نه وی. دا وروڼو کمینټ نده مشوره ده، نشر ته یې مه پریژدۍ زه د ډیر لرې مسافر یم ګنې زه به هلته ورغلۍ ووم دا خبر به مې مجاهدینو وروڼو ته کړې وﺉ

ابونظام خوستی
میلمه
ابونظام خوستی

په قطر کی د امارت مشران دی په خلاسو غوګو واوری که سوله رازی او که نه دوی که موفقه ورسره لاسلیک کوی یا نه خو د کمفاین ملی امنیت او صفر یک عسکر به هیس کلا د ولس ماف نکړی نو شه خبره به د وی چی تاسی مبارک مو د دری نیټ ورکه د تړون سخه بهار کړی کنه بیا به مو د غلتی اصلاح نشی کړی نوټ۔ که د الله کتاب نه ورسخه منع کولو د امارت فالیسی ته به هیس پکی ونه ګورو او د کار به یوازی د کونډو او یتمانو د زړه یخ کولو… نور لوستل »

مجاهد
میلمه
مجاهد

ځدران صاحب ! الله ج مو ایمان او تقوی زمونږ سره په ګډه تر دی هم زیاته کړه، ټولی لیکنی دی ځکه ښکلی چه په لیکنو کی دی عینی شواهد او حقایق نغښتی دی .
په ځانګړی ډول دی لیکنی دی ډیر وژړولم، مونږ سپین ږیرو ته له دعاګانو او زړا ګانو غیره نور څه پاتی دی لله ج دی رحم وکړی او طالب مجاهدینو ته دی الله ج د لا ډیرو بریاوو پیاوړتیا ورکړی امین

همدرد افغان
میلمه
همدرد افغان

بس زړونه مو خوړین دی د سولی زر نهایی کولو خبرو، لیکنو او کمنټونو باندی مو ژبه او ګوتی تڼاکی شوی څوک غږ نه اوری. د سولی خبره باید یو طرف ته شی یا سوله یا په افغان ولس غږ چی د ځان ناموس دفاع لپاره مټی خلاصی کړی.
د سولی خبری تر هغه وخته وتړل شی چی کفار منډی ته مجبور شی او له منافقته لاس واخلی.