د محترمې رویا رحماني تحریفات

واحد فقیري

په واشنګټن کي د کابل رژيم سفیره، رویا رحماني، په خپل ټویټر کي لیکي چي امریکايي ميډیا زما له خبرو څخه غلط برداشت کړی دی، غلط او مبالغه امیزه سرخطونه يې خپاره کړي دی. محترمه سفیره رحماني سمدستي لیکي،«باید په تکرار سره ووایم چي موږ د امریکا د حکومت او کانګرس سره ډیر ښه روابط لرو.»

البته حقیقت دا دی چي امریکايي مطبوعاتو، په تېره بیا واشنګټن ټایمز، د رحماني خبري نه دي تحریف کړي،‌ بلکي آلان رویا رحماني خپله لګیا ده خپلي پخوانۍ څرګندوني پخپله تحریفوي.

سفیري رویا رحماني ویلي ول،«د افغان حکومت باور لري چي خلیلزاد د خبرو په اړوند په کافي اندازه معلومات نه دي ور سره شریک سوي. که چیري د سولي یوه دومداره معامله غواړو، نو دا کار د افغان ولس له حضوره پرته نه سي ترلاسه کېدلای.» رویا رحماني ویلي ول دا بېره سته چي د امریکا پلان به د جنګ په ډګرونو کي «طالبان لا باجراته» کړي، او د غني پر محاصره سوي حکومت به فشار لا زیات کړي.
پدې خبرو کي هیڅ د تحریف ځای نسته. زما بارو دا دی چي رویا رحماني د حمد الله محب له برخلیک څخه ډارېدلې ده، او اوس غواړي چي خپلي خبري ماست مالي کړي، او په اصطلاح ځان بچ کړي.

د رویا رحماني لپاره پکار دي چي له اوله سره خپلي خبري په احتیاط وکړي. ځکه نن ورځ هر څه ریکاډېږي، او بیا د شاتګ او ریوریس فرصت نه وي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

يوې شريطې شياتې ته محترمه ويل نه دي پکار

بسم الله
میلمه
بسم الله

د حمدالله محب ( هلکو ) میرمن سپین پوستی امریکایی ده، کله چه محب د خپلو بادارانو د ذایقی او شان مخالف څه وویل ، د نه اړیکو سزا یی ورته واوروله مګر دا چه یو غلام د سپینی امریکایی باداری څخه بچیان زیږوی ، غلام غنی ته یی قومانده ورکړه چه د رویا رحمانی په شان افغانه پیغله یا میرمن امریکا کی سفیره کړی تر څو امریکایی باداران هم تری بچیان وزیږوی.
د همدی امله به رویا رحمانی سره کله هم نه یواځی اړیکی بندی نه کړی بلکه هر څه که ووایی لا به یی ونازوی .