ناکامې توپوهنې افغانستان د ايرلينډ پر وړاندې له ماتې سره مخ کړ

نن ټکی اسيا (يکشنبه، ۲۹ غوايي، ۱۳۹۸ل): د افغانستان او ايرلينډ کرېکټ لوبډلو ترمنځ په لومړۍ يو ورځنۍ سيالۍ کې ايرلينډ لوبډلې افغان لوبډلې ته د ۷۲ منډو په توپير ماتې ورکړه.

د افغان لوبډلې لخوا ناکامه توپوهنه کول ددوی د ماتې لامل شوه، ددوی لخوا هيڅ يوه اوږده ملګرتيا ونشوه چې د بريا اثر يې غورځولی وای.

په ياده سيالۍ کې ګلبدين نائب پچه وګټله خو لومړی يې د توپ اچونې پريکړه وکړه، ايرلينډ لوبډلې په ۴۸.۵ اورونو کې د سټرلينګ غوره توپ اچونې سره افغان لوبډلې ته د ۲۱۱ منډو هدف وټاکه.

ددوی لخوا سټرلينګ ۷۱، پورټرفيلډ ۵۳ او کيون اوبراين ۳۲ منډې جوړې کړې، د افغان توپ اچونکو لخوا دولت ځدران او افتاب عالم ۳-۳، راشد خان ۲ او نائب يوه ويکټه واخيسته.

د افغان لوبډلې اوپنر توپوهونکو (محمد شهزاد او حضرت ځاځي) ناکامه پېل وکړ چې شهزاد په ۲ منډو، حضرت ځاځي په ۱۴ او رحمت شاه په ۴ منډو خپله ويکټه له لاسه ورکړه.

دغه مهال د افغان لوبډلې ۲۲ منډې چې ۳ ويکټې يې له لاسه ورکړې وې، په ۴۰ منډو کې حشمت هم خپله ويکټه له لاسه ورکړه، وروسته د محمد نبي او اصغر افغان ۵۴ منډو ملګرتيا افغان لوبډلې ته هيلې ورکړې خو دواړو ژر تر ژره خپلې ويکټې له لاسه ورکړې.

همدا ډول افغان لوبډله په ۳۵.۴ اورونو کې ۱۳۸ منډې جوړې کړې، چې د ۷۲ منډو په توپير يې ماتې وخوړه، د ايرلينډ لخوا مارک اډاير ۴ لوبغاړي وسوځول.

د ايرلينډ او افغانستان لوبډلو ترمنځ دويمه يو ورځنۍ لوبه به په ۲۱مه نېټه د سې شنبې په ورځ په ياد لوبغاړي کې ترسره شي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د