سیاسي ګوندونه: حکومت سولې ته هیڅ اراده نه لري

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۹غویي ۱۳۹۸ل): د افغانستان د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازي وايي؛ حکومت د مشورتي لویې جرګې مشورې بابېزه ګڼلې او د سولې په برخه کې هیڅ ژمنتیا نه لري.

دغه استازي چې؛ نن په کابل کې راټول شوي وو؛ ادعا یې درلوده چې؛ حکومت مشورتي لویه جرګه د سولې د مخنیوي په پار جوړه کړه خو؛ اوس د خپلې دایرې کړې جرګې مشورې هم نه پلې کوي.

د حزب وحدت ګوند غړي «اسدالله سعادتي» په دې اړه وویل؛ متاسفانه ولسمشر د مشورتي لویې جرګې هیڅ مشوره په نظر کې نه ده نیولې او یاده جرګه یوازې د سولې په وړاندې د خنډونو د جوړولو لپاره راوبلل شوه.

د جمعیت ګوند استازي «نور رحمان اخلاقي» وویل؛ تر اوسه له سیاسي ګوندونو سره د طالبانو او حکومت د مذاکرتو په تړاو هیڅ ډول مشوره نه ده شوې.

د اخلاقي په وینا؛ نیم حکومت او سیاسي استازو له دې امله مشورتي لویه جرګه تحریم کړه؛ چې شرایطو نه ایجابوله ځکه؛ په دې ډول شرایطو کې باید د یوې سیاسي اجماع په جوړښت کار شوی وای نه؛ د مشورتي لويې جرګې په رابللو.

هېره دې نه وي چې؛ ګډ حکومت داسې مهال د سولې په وړاندې د خنډونو په پیدا کولو تورنېږي چې؛ د حکومت یو شمېر لوړپوړي چارواکي بیا ګیله کوي چې؛ د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو په اړه هیڅ معلومات نه دي ورکړل شوي او په دې برخه کې مشوره نه ده ورسره شوې.

د شنونکو په باور؛ په داسې حال کې چې امریکا له افغانستان څخه پښو سپکولو ته بېړه لري، کمزورې ډيپلوماسۍ، د سولې په وړاندې خنډونو جوړولو او تر سولې وړاندې د ټاکنو د ترسره کولو هڅې هغه څه دي چې؛ په دې ډول حالت کې یې ګډ حکومت له مذاکراتي مېز څخه لیرې ساتلی.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالمالک همت
میلمه
عبدالمالک همت

له څه مهال راهيسي د نن ټکی آسيا په خبرونو کي دغه ( ؛ ) نخښه بېخي ډېره او تقريباً ټوله بې ځايه کارول کيږي. لکه چي په همدې پورتني خبر کي دغه نخښه ۱۶ ځايه او ټوله بې مورده کارول سوې ده. دغي نخښي ته ځنډ نخښه، مفرزه، مميزه او سيمي كولن وايي. په دې نخښه سره فقره پر دوو يا زياتو برخو وېشل كيږي. د دې د كارولو ځايونه دادي: ( ‌أ ) كله چي د ځينو لفظونو په منځ كي چپه پېښ ( كامه ) وي، نو زياتره داسي پېښيږي چي تر وروستۍ فقرې د مخه د… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

لمړی : په اشغال شوی هیواد کی سیاسی ګوندو ته سیاسی غلامان او داخلی مافیه وویل شی . دوهم : په اسلام کی د ګوند جوړول حرام دی ( وعتمصمو بحبل الله جمیعا و لا تفرقو ) ټول د الله ج به ریسمان يعنی اسلام چنګ ووهی تفرقی مه کوی ، ګوندونه جوړول حتی که هغه او دغه اسلامی اسلامی هم وی ناروا او حرام دی مونږ یی نتیجه به خپلو سترګو او عملی بڼه کی ولیدله دریم : هیواد کی د جنګ ، سولی او ورځنی چارو چابیانی د امریکا سره دی ګوندونه د مظلوم اولس د خطاایستنی او… نور لوستل »