نړۍ

ټرمپ: له امریکا سره د جګړې پیل به د ایران د پای په معنی وي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰غویي،  ۱۳۹۸ل): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» وايي؛ که چېرې ایران له متحده ایالاتو سره جګړه پیل کړي ایران به د نړۍ له نقشې ورک شي.

ټرمپ په خپل ټویټر باندې په یوه  لنډ ټویټ کې لیکلي « که ایران له امریکا سره جګړه وکړي دا به دا هیواد په رسمي ډول د ځمکې له نقشې ورک کړي، بل ځل امریکا ته ګواښونه مه کوئ».

یاده دې وي چې؛ ټرمپ داسې مهال د ایران د نابودۍ ادعاوې کوي چې؛ د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې او د متحده ایالاتو په الوتکو بار جنګي بېړي د ایران له لوري د ممکنه ګواښونو د د فعې په موخه منځني ختیځ ته رسېدلې.

امریکا همدا راز له عراق څخه خپل ټول غیر عاجل کارکوونکي راټول کړي او ادعا یې کړې چې؛ ایران په نږدې راتلونکې کې په امریکايي اهدافو باندې د بریدونو اراده لري خو؛ د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو مشر وايي؛ هیواد یې جګړه نه غواړي خو ورباندې کېدونکي هر ډول برید ته چمتو دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
مجاهد

د ټرمپ د قهر او غصی وخت کی قواره څه بل شان حیرانوونکی معلومیږی ته به وایی د وینی د فشار له امله چوی ،

عبدالمالک همت

د ټرمپ دا خبري خوشي او تشي لافي دي. د امريکې پوځ د ناټو په ملګرتيا په افغانستان کي طالبان چي په ډېرو لږو او ابتدايي وسلو او يا په غنيمت سوو وسلو جنګيږي په دې اتلسو کالو کي مهار نه کړای سول، بلکي دوی خپله مات سول او دادی اوس طالبانو ته پر ګونډو او تضرع سوي، سم دم ورته سلامي سوي دي او د دوی ځواک او حيثيت يې په رسميت وپېژند. نو د ايران د دې منظم او په ډول ډول پرمخ تللو وسلو سمبال پوځ سره به څه وکړای سي. زموږ د هيواد د روزګان ولايت… نور لوستل »

غ.حضرت

زموږ خو نور څه په وس کی نسته بېله دې چي دُعا وکړو چي زموږ په سیمه کی بله خونړې جګړه ونه نښلی. زموږ سیمه به د بلی ستری جګړې د د فاجعې د زغم توان ونلری ( ددې احتمالی جګړې منفی اغیز زموږ پر هیواد او پاکستان او ترکئې او عراق پر هیوادونو د انکار وړ خبره نه ده) بناً د احتمالی جګړې د رامنځته کېدو په صورت کی به دا سیمه د خلیج د هیوادونو په شمول نوره هم وځپله شی البته د امریکې او ایران تر منځ جګړه به یوه عادی جګړه نه وی بلکه ممکن پدې… نور لوستل »

Karwan

متفکر، سياسيون، تحليلګر غ حضرت خانه،
داخو داسي تاريخي، مترقي او روشنفکره خبري کوي، نږدي ده چه لاسنوي درځخه وکړم. کاروان

pattang

دا فاسد لنډغر نه یې مخ د انسان دی او نه یې څټ او نه عمل ! هغه کله علمی پوهه لرې لکه د نصوارو ټیکدار پیسې لري خو عالم ندی …

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close