
کابل: د امنیتي ځواکونو په پوسته باندې د طالبانو برید کې «۸» سرتېري وژل شوي
نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰غویي، ۱۳۹۸ل): د کابل ولایت د اوومې امنیتي حوزې اړوند د «دوغ اباد» په سیمه کې د امنیتي سرتېرو په یوه پوسته باندې د طالبانو برید ګڼو سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په همدې تړاو خپره کړې اعلامیه کې ادعا کړې چې؛ په یاد برید کې یې «۸» امنیتي سرتېرې وژلي « تیرماښام د کابل ښار ۷ حوزې اړوند دوغ آباد سیمه کې مجاهدینو د مزدور دښمن په پوسته چاپه وهلې. پوسته فتحه شوې، ۸ تنه پولیس وژل شوي وسله اومهمات یې د مجاهدینو لاس ته ورغلي».
بل لور ته د کابل د پولیسو ویاند «فردوس فرامرز» هم یاده پېښه تائیدوي خو په وینا یې؛ په دې برید کې یوازې درې امنیتي سرتېري وژل شوي.
د فردوس په وینا؛ برید کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي او د پېښې څېړنه ادامه لري.
یاده دې وي چې؛ په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو ساحه د ارګ تر دروازې رسېدلي او په همدې اونۍ کې دا دوهمه بریالۍ حمله ده چې؛ طالبان یې د کابل دننه په امنیتي سرتېرو باندې کوي.
د شنونکو په باور؛ د حکومتي ځواکونو دننه د نفوذي طالبانو موجودیت او خپل مسئولیت ته دا منیتي ارګانونو نه ژمنتیا هغه څه دي چې؛ طالبان یې د کابل تر دروازو رارسولي.
جوړ په خیر.
ګڼ میشته سیمه کی بریدونه، په دا روژه میاشت کی هسی د ولس کرکه اضافه کولو څخه بل څه نه دی،
ای طالبه ای دولته.لږ ولسی خلکو روژه ته احترام وکړی.