د نوماندانو شورا د سرپرست حکومت طرحه د بهرنیو هیوادونو له استازو سره شریکه کړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰غویي،  ۱۳۹۸ل): د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا د ګډ حکومت د پای ته رسولو او په ځای یې د سرپرست حکومت د راتګ طرحه د بهرنیو هیوادونو له ډيپلوماټانو سره شریکه کړې.

د جمهور نیوز؛ د راپور په اساس؛ په یاده طرحه کې له ولسمشر غني غوښتل شوي څو د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته یا واک پرېږدي او یا هم د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو له لسته ووزي.

راپور وړاندې زیاتوي؛ ددې طرحې لیدلو ته د امريكا، برتانیې، فرانسې، ايتاليا، روسیې، پاكستان، جاپان، هالند، هندوستان، تاجكستان، يونما او د اغا خان بنسټ استازي راغلي وو.

یاده دې وي چې؛ د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان له څه مودې راهیسې په مکرر ډول ګواښونه کوي چې؛ د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ګډ حکومت کاري موده پای ته رسېږي او دوی ته د منلو وړ نه دی.

د نوماندانو په وینا؛ د جوزا تر لومړۍ نیټې وروسته دې یا سرپرست حکومت رامنځته شي او یا دې هم د اوسني حکومت مشر ولسمشریزو ټاکنو ته له نوماندۍ لاس په سر شي.

خو؛ د ارګ ویاند بیا ادعا کوي چې؛ د اساسي قانون سره سم د ولسمشر د واک موده د سترې محکمې له لورې غځول شوې او د ولسمشریزو ټاکنو تر پای ته رسېدلو پورې به «اشرف غني» د حکومت د مشر په حیث خپل کار ته دوام ورکوي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

حیرانوونکی او څومره شرم اوره ، چه غلام نوماندان د غلامی اداری د مشر د غلامی دوری د اوږدوالی څخه سر ټکوی چه د غلامی دوره یی پوره شوی اوس زمونږ د غلامی وار دی امریکااو د ناتو هیوادو یعنی بادارانو ته یی شکایت او فریاد کړی . خو د هیوادوالو او مظلوم بشریت د خطا ایستنی د پاره د ناتو هیوادو سره د نورو هیوادو نومونه هم لیکلی . دا د هر هیواد داخلی خبره ده د نورو هیوادو بکی څه کار دی مګر په هغه صورت کی چه د هغو هیوادو مستعمره هیواد او غلام چارواکی وی