افغانستان

کابل؛ د ولسي جرګې د ریاست په سر راپورته شوې شخړه لا هم روانه ده

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰غویي،  ۱۳۹۸ل): د ګډ حکومت د ولسي جرګې د ریاست په سر راپورته شوې شخړه نن «څلورمه» ورځ لا هم دوام لري.

د پارلمان له منځه یو شمېر رسنۍ راپورونه ورکوي چې؛ نن یو ځل بیا وسلوال کسان په زور د پارلمان ودانۍ ته ننوتلي او هغه امنیتي کسان یې وهلي چې؛ ددوی د ننوتلو مخنیوی یې کاوه.

د راپورونو په اساس؛ د وهل شویو امنیتي سرتېرو له منځه «۵» یې سخت ټپیان شوي چې؛ روغتون ته لېږدول شوي، په دې سربېره د شخړې د حل په موخه ټاکل شوې ۱۵ کسیزه ډله هم  د شخړې په هواري کې پاتې راغلې.

د هرات د خلګو استازي «نصیر مجددي» د شخړې په تړاو «پژواک» خبري اژانس ته ویلي چې؛ هغه ۱۵ کسیزه ډله چې؛ د دواړو لورو او بې طرفه استازو له منځه د شخړې د حل په موخه ټاکل شوې وه، له یو ساعت مذاکراتو وروسته د شخړې په هواري کې پاتې راغلې.

د مجددي په وینا؛ شخړه لا هم ادامه لري او که حالت همداسې دوام پیدا کړي پارلمان به په دوو ډلو وویشل شي او قومي تفرقې ته به لار هواره شي.

یاده دې وي چې؛ د پارلمان د رئیس په سر شخړه چې؛ له څو ورځو راهیسې دوام لري وروسته له هغه راوزېږېده چې؛ دې چوکۍ ته د دوو مخکښو نوماندانو«میر رحمان رحماني» او «کمال ناصر اصولي»  له ډلې یې هیڅ یوه ونشوای کولای قاطع اکثریت خپل کړي مګر له منځه یې «میر رحمان رحماني» رئیس وټاکل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدګل اغابنوری

کله چه واك اواختیار ناأهلو، بدعملو،بیدینو ،ته وسپارل شی ؟نوبیا دهیوادحالات همداسی وی ،چه دهری مرداری په سر به دکوڅه ډبوسپوپه څیر جنګونه کوی ؟اوپه دی ګناه کی هغه کسان هم شامل دی ،چه دی ناأهلوته ئی رآیئ ورکړی ؟ انشاءالله ظالمان به په ظالمانو وهل کیږی ، اوانس اوجن به دکافرو په نظام لعنتونن وائی ؟ والسلام .

ابو فرحان

بلكل اغاه صاب همداسي ده الله دي دا ظالمانو ته هدايت وكي اوكنه نور الله دغه وطن نرينه خلاص كي

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x