د اولاد ښه روزنه

وفي الله حکیم

په اوسني وختونو کي د مختلفو دلایلو له وجي نه پلرونه د اولاد له روزني لري پاتي دي، که ووایو زمونږ د افغاني ټولني اکثريت میندي بی سواده دی او اکثره له کوره نه اووځي نو د اولاد د پالني او تربیي مسوليت د هغوي په اوږو بار وي ، خو د اولاد روزنه او تربیه د مور او پلار په ګډه مسؤليت دي او د دواړو په ښه تفاهم سره د اولاد په ښه روزنه کي ګټور ثابتيدلي شي، پر اولادونو د مور اغيز شته خو برعکس د پلار اغيز په اولاد باندي که مثبت وي او که منفي ډير اغیزمن وي عموماً ماشومان د خپلو پلرونو په مقابل کي لوي فکر او تصور کوي.

پلار په خپلو حرکتونو او چال چلند سره اولاد ته اولاد ته زده کړه ورکوي، همدغه چال چلند که د پلار سم وي د اولاد ښه شخصيت جوړيدلي شي مګر که همدغه چال چلند د پلار سم نه وي د اولاد د شخصيت د ودي د خرابيدلو سبب ګرځيدلي شي په اولادونو باندي په نثبت د مور د پلار نصیحت ډیر اثر کوي.

کارپوهان وايي : هغه پلرونه چه خبری اواعمال یی سره برابر نه وي نو د اولادونو لپاره هیڅکله غوره نشي ثابتیدلي ځکه ماشومان دي ته متوجي کيږي چه دپلار اعمال او خبري د یو بل سره په ټکر کي دي،نو د پلار نصیحتونه او لارښوني ورباندي اغيز نه کوي، پلرونه باید د خپلو ميرمنو سره د اولاد په روزنه کي همکار واوسي او هيڅکله هم ناغيړی او سستی ونکړي د خپل اولاد په روزنه او تربیه کي،کله جه کومه مور خپل اولاد ته په بد کار تنبيه ورکوي نوپلار ته پکار ده چه د خپلي ميرمني سره خپل ماشوم ته سالمه لارښونه وکړي يو پلار باید تل د خپلي میرمني سره په ځانګړي توګه د خپل اولاد تر مخه ښه رويه او چلند وکړي، مونږ تل دا فکر کوو چه د اولاد په روزنه کي مور مهم رول لري خو د پلار رول خورا ډیر اغيزمن وي، د ښه اولاد روزنه د ښه ژوند راتلونکي ده، هوښياران وايی : څلور نعمتونه که د چا په نصيب شي د مرګ په وخت دي هيڅ ارمان نه کوي.

اول: په ماشومتوب کي ښه روزنه.

دوهم: په ځواني کي د نفس حاکميت.

دریم: په پاښه عمر کي رښتينولي.

څلورم: په بوډا والي کي نيکه او ښه مشوره.

هره کورني د خپل اولاد په روزنه اوتربيه کيي مسؤله ده دا زه نه وايم د الله حکم او احکام دي نو که اولاد مو ښه روزنه او تربيه د خپل مور اوپلار نه اخيستي وي نو دغه اولادونه به د خپل مور او پلار په هيلو سره سمه وده وکړي، امام غزالي وايي د ماشوم ورکړه مور او پلار ته د الله له طرفه امانت دي، تل د هغو لارو چارو څخه ګټه واخلو چه د اولاد د ښی روزني او تربيي باعث وګرځي، نو زمونږ بري او کاميابی په هوښيارو اولادونو کي ده او د ماشوم بري او کامیابي په ښه روزنه او تربیه کي ده، نو ځان ته د الله نه اولاد ته د ښي تربيي او روزني توفیق غواړم.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د