افغانستان

پنځه ولایتونه: د ګډو ځواکونو په عملياتو کې۴۰ تنه ولسي وګړي وژل شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غوایی، ۳۰ ۱۳۹۸ل): هلمند، کندهار، فراه، غزني او غور کې د ګډو ځواکونو په چاپو او بمباریو کې څه باندي ۴۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

بیګاه ناوخته، د هلمند د ګریشک ولسوالۍ په سیدانو سیمه کې بهرنیو ځواکونو د خپلو افغان ملګرو په ملتیا په یاده سیمه کې چاپه وهلي، د خلکو کورونه یې تلاشي کړي، ځایی خلک وایی چې د بیرته تګ پرمهال یې بمبار کړی، د ميرمنو او ماشومانو په ګډون یې ۶تنه وژلي، او لس نور ټپیان کړي دي.

طلوع نیوز ته د سیمي خلکو ویلي چې وژل شوي ټول ملکي وګړي دي، او د هلمند د والي دفتر هم پیښه تأیید کړي او ویلي یي دي چې د پیښې پلټنه به کوي.

همدارنګه تېره شپه د شاوليکوټ د ایلبک کاريز په سيمه کې هم د ځايي خلکو په وينا د دوو ميرمنو په شمول پنځه ملکي وګړي، د ګډوځواکونو په بمبار کې وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

طالبانو د دواړو پیښو په اړه تفصیلات ورکړي، او ویلي دي چې دلته د دوی هیڅ وسلوال مجاهد شتون نه درلود، او په وینا یې په نښه شوي ټول ملکي وګړي دي.

د طالبانو خبرپاڼه زیاتوي چې ورته پیښې تیره شپه، په غور، فراه او غزني کې هم رامنځ ته شوي دي، چې په وینا یې هلته هم د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ولسي مرګ ژوبله رامنځ ته شوي.

ځايي اوسيدونکي وايي، په یادو عملياتو کې ملکي وګړو ته پرځاني تلفاتو برسیره، درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
د خلکو په وینا عسکرو د تلاشۍ پرمهال، نغدي او ځيني قيمتي توکي هم د دوی له کورونو لوټلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په شپه هم د ګډوځواکونو په عملیاتو کې چې په غزني، هلمند او ننګرهار کې ترسره شوي وو، د ۱۳ ملکي وګړو د وژل کیدا خبرونه ورکول شوي وو.

د پورتنیو پیښو په اړه د طالب ویاند قاري یوسف احمدي دا لاندي وضاحت پاڼه؛ د نوموړي پر ټویټرپاڼه نشر شوي:

په دې وروستیو کې ملکي وګړو ته د تلفاتو پیښي په بوږنوونکي ډول زیاتي شوي چې، نه یې حکومت په اړه فکر کوي او نه یې بهرني ځواکونه، دغه ډول عمليات زیاتره د ملي امنيت اړوند صفریک، صفردو، صفرسې په نوم ځانګړي ځواکونه د خپلو امريکايي دوستانو په ملتيا په خودسرانه ډول ترسره کوي، او ٪۹۵ سلنه زيان يې ملکي وګړي ګالي.

که څه هم ولسي خلکو په ځلونو مظاهرې کړې او لارو کوڅو ته راوتلي؛ خو پرځای د دې چې ږغ یې واوریدل شي، د امنیتي ځواکونو لخوا له نور ځور سره مخ شوي دي،

طالبانو هم څو څو ځله پخپلو رسمي خبرپاڼو کې له بشري ټولنو، یوناما او نورو… بنسټونو څخه غوښتنه کړې چې د ګډو ځواکونو له خوا د ملکي خلکو د دغه ډول وژنو  په اړه دې خپل غږ اوچت کړي، ولي تر دا مهاله هيڅ يوه بنسټ کوم اقدام نه دی کړی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جميل

انالله وانا اليه راجعون اللهُ تعالی دی د دوی ټولو شهادت قبول کړی او پاته شويو ته دی صبر جميل او اجر عظيم ورپه برخه کړی . دا د يهودو پاليسی ده چی له ډيره وخته يی په پلسطين کی پلی کړی ، پر غاصبو يهودو چی کوم پلسطينی ځوان حمله وکړی دوی يی کور او کلی ور بمبارد کړی . يهود او نصارا دی پدی ښه سر خلاص کړی چی دا افغانستان دی دلته هر شهيد اويا غازيان زيږوی ، پخوا لا ستاسو انګريزی قوماندان خپلی ملکی ته ليکلی وه چی څومره چی مونږ افغانان وزورو او مړه يی… نور لوستل »

منتقم منګل

دا د سولی او منافقت پړاوونو برکت دی چی کفار یی د فشار په توګه د تسلیمی لپاره کاروی.
که دا پړاوونه بند شول کفار خپله ناهیلی کیږی او منډی ته مجبور کیږی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx