د توپ اچونې ناکامي؛ پاکستان نړیوال جام لپاره محمد عامر او وهاب ریاض شامل کړل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ غويي، ۱۳۹۸ل): د پاکستان کرېکټ لوبډلې د انګلستان لوبډلې پر وړاندې د پنځه یو ورځنیو سیریز کې په داسې حال کې په څلور-صفر ماتې وخوړه چې یوه لوبه یې هم ونه ګټله.

که څه هم په یاد سیریز کې د پاکستان توپوهونکو غوره کارکردګي ترسره کړه خو توپ اچونکي یې آن د ۳۵۰ منډو په دفاع مکې هم بریالي نشول.

په انګلستان کې د توپ اچونکو ناکامي ددې لامل شوه چې د پاکستان کرېکټ غوراوې کمېټې مشر انضمام الحق د نړیوال جام لپاره د درې خوښ کړو لوبغاړو پرځای درې نور لوبغاړي انتخاب کړي.

په دې لړ کې د پاکستان غوراوې کمیټې پریکړه کړې چې د جنید خان، فهیم اشرف او عابد علي پر ځای محمد عامر، وهاب ریاض او اصف علي شامل کړي.

محمد عامر د پاکستان لپاره په انګلستان پیچونو غوره تجربه لري، په ۲۰۱۷م کال کې یې د نوموړي توپ اچونې په مرسته هند لوبډلې ته په ماتې ورکولو د چمپینز ټرافۍ اتلولي خپله کړې وه.

همدا ډول وهاب ریاض د پاکستان یو له چټکو توپ اچونکو څخه دی چې غوره باونسر هم ویشتلی شي، د انګلستان پر پيچونو چټک توپ اچونکي کامیاب دي او غوره تجربه لري.

دریم لوبغاړی اصف علي دی، که څه هم اصف علي په یو ورځینو لوبو کې د پاکستان زیاته نمایندګي نه ده کړې، خو نوموړی داسې توپوهونکی دی چې د شپږیزو وهلو او په وروستیو اورونو کې د چټکو منډو جوړولو وړتیا لري.

د نړیوال جام لپاره د وروستي او حتمي نوملړ وروستۍ نېټه د روانې مۍ میاشتې ۲۳مه نېټه ده، چې له هغه وروسته به وروستی نوملړ د کرېکټ نړیوالې شورا ته واستول شي، او د ټپي لوبغاړو پرته به د لوبډلې په نوملړ کې بدلون نشي راتللای.

د یادونې ده چې په انګلستان او ویلز کې د کرېکټ نړیوال جام لس ورځې وروسته د مۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه پېلیږي، په یاد جام کې به د افغانستان په شمول لس لوبډلې ګډون کوي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د