د توجه الی الله معنا څه ده؟

ليکوال: حکیم الامت اشرف علي تهانوي رحمه الله
ژباړن: محمد عمر حماد

مولانا اشرف علي تهانوي رحمه الله د (توجه الی الله) یعنې د الله تعالی طرف ته د کاملې توجه اړوند لیکي: پر دې باید ځانونه پوه کړو چې د توجه الی الله معنی څه ده؟ د ځینو دا خیال دی چې توجه الی الله دا ده چې لمونځ وکړه او روژه ونیسه او د شریعت پر احکامو عمل وکړه، دې خلکو په ظاهري اعمالو باندې اکتفاء(بسنه) کړې ده، دا خلق په زړه سره الله تعالی ته متوجه کېدل ضرور نه ګڼي خو بیا هم خیال کوي چې سره ددې چې موږ څه کوو، دې کې ولې برکت او نورانیت نه پیدا کیږي؟

د ګناه څخه بندېدل ولې نه کیږي؟ لکه ته به ډېر لمونځ کوونکي په ګناه کې مبتلا وګورې او ځینې بیا دا وایي چې د توجه الی الله معنی دا دی چې یوازې زړه سره الله تعالی ته متوجه شۀ، دې خلکو ذکر او مراقبې ته مخه کړې خو لمونځ، تلاوت، روژه او له بد نظرۍ څخه ځان ساتل او نور هر څه یې پریښي دي، دې خلکو ته هم برکت او نورانیت حاصل نه شۀ، ځکه دا خلک هم په ګناهونو کې اخته دي او په زړونو کې د ګناهونو سخت خواهش لري.

نو واورئ چې د توجه الی الله (حقیقت) دا دی چې الله تعالی ته له زړه نه متوجه شې خو د هر (حقیقت) یو صورت هم وي او د توجه الی الله صورت دا دی چې کوم څه شریعت ښوودلي دي د دواړو جمع کول لازم دي معنی دا چې له زړه څخه الله تعالی ته متوجه شۀ او ظاهر دې د شریعت د اعمالو پابند کړۀاو د الله تعالی طاعتونه پر ځای کړۀ، د ګناهونو څخه ځان بچ کړه، سترګې بندې کړه، د نامحرمو خبرې مه اورۀ، له دې پس که نورانیت رانغلو نو پر موږ پورې وخانده، دا خبره زه هم کوم لکه څنګه چې یوه صاحب د طریقت دا خبره کړې ده:

چشم بند و لب بند و گوش بند
گر نه بینی نور حق بر ما بخند

ژباړه: سترګې، غوږونه او خوله بنده کړه، که د حق نور دې ونه لیده نو ما پورې وخانده.

خو ددې وخت د خلکو دا غلطي ده چې ځینې د ظاهري اعمالو پرېښودونکي دي او ځینې د باطني اعمالو له همدې کبله توجه الی الله کاملې طریقې سره نه حاصلیږي، په کامل ډول د توجه الی الله د حاصلیدو لپاره د دواړو جمع کول لازم دي.

محمد عمر حماد

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
Mir Wahidullah
میلمه
Mir Wahidullah

رسول الله صلی الله علیه وسلم خو ابو دردا رضی الله تعالی عنه ته د حکیم هذه الامة خطاب ور کری ده دا اشرف علی چا حکیم آلامت کا