تصویر؛ شپږ تنه عسکر څو ورځې وړاندې هم د بادغیس په بالا مرغاب کې طالبانو ژوندي ونیول

طالبانو د جګړې په ډګر کې نیول شوي «۶» سرتېري خوشي کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰غویي،  ۱۳۹۸ل): طالبانو په بغلان ولایت کې د جنګ په مهال نیول شوي شپږ سرتېري د خپل مشر په امر له بنده ازاد کړي.

د طالبانو د بندیانو د کمېسیون مرستیال «ګرمسیري» په خپل ټویټر باندې د یاد خبر د تائید تر څنګ ذکر کړې چې « نیول شوی عسکر د جګړې په ډګر کې د بیلابیلو عملیاتو په دوران کې نیول شوي وو.

د ګرمسېري په وینا؛ که څه هم د خوشي کړل شویو عسکرو د بند موده لا پاتې وه خو ددوی مشرتابه د خپل ترحم او شفقت له مخې او د روژې د مبارکې میاشتې د احترام په خاطر د هغوی د خوشي کېدو امر وکړ چې وروسته د بندیانو د کمېسیون له لوري پرېښودل شول.

یاده دې وي چې طالبانو په دې وروستیو کې ګڼ شمېر د جګړې په ډګر کې نیول شوي عسکر له بنده ازاد کړي او داګام یې په ټولنیزو رسنیو کې د عام ولس له لوري له درانه استقبال سره مخ شوی.

په ورته وخت کې طالبان داسې مهال دولتي عسکر له بنده ازادوي او د عام ولس له دروند استقبال سره مخامخ کېږي چې د ګډ حکومت مشر لا هم د «۷۵» طالب زندانیانو د خلاصون وعده نه ده په ځای کړې.

له دې سره، سره کابو یوه اونۍ وړاندې د څرخي پله په مرکزي زندان کې بندیان د ګډ حکومت د عسکرو تر برید لاندې راغلل چې له ډلې یې لسګونه تنه ووژل شول او په همدومره اندازه نورو ژور ټپونه یووړل، طالبانو د یادو بندیانو د غچ اخستلو اراده څرګنده کړه او په بشري بنسټونو یې غږ وکړ چې د زندانیانو په برخه کې دي «سیاسي» چلند نه ترسره کوي او په دې برخه کې دې خپل غږ پورته کړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د