ګوګل پر هوواوې شرکت د «انډرایډ» استعمال بندیز لګولی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۳۰ غوایي، ۱۳۹۸ل): ګوګل «Google» د مبایل جوړولو سترې نړیوالې کمپنۍ هوواوې په نوي وړاندې کونکو مبایلونو باندې د انډرایډ استعمال بندیز لګولی دی چې له کبله به یې کاروونکي د یو شمېر ستونزو سره مخامخ شي.

وروسته له دې چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هوواوې شرکت د هغو شرکتونو په لیست کې شامل کړ چې د امریکا د شرکتونو جواز پرته سوداګري نشي کولای.

اوسمهال د چینايي شرکت هوواوې «Huawei» کاروونکي کولای شي د انډرایډ کاریالونه اوسمهال/اپډیټ کړي او له دې څخه ګټه پورته کړي خو شونې ده چې راتلونکی کال به د ګوګل نوې بڼه د هوواوې مبایلونو کې کار نه کوي، خو د انډرایډ چلونکی سیستم به د ازادو منابعو له لارې استعمال کیدلای شي.

ګوګل په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې د اوسمهال لپاره به د هوواوې استعمالونکي د انډرایډ خدمتونو څخه نه بې برخې کیږي، دوی به اپلیکشنونه او عملیاتي سیستم په نوې بڼه کې هم استعمالولی شي.

خو په راتلونکي کې به د ګوګل سره نښتی هر اپلیکیشن لکه (یوټیوب، جي میل، پلی سټور او داسې نور..) په هوواوې مبایلونو کې کار کول پریږدي، په دې سره د چینایي مبایلونو شرکتونه له سخت زیان سره مخ کیدلای شي.

پر هوواوې د امریکا تازه بندیزونو څخه وروسته د هوواوې شرکت اجراییه مشر «رین زینګ فئ» د رسنیو پر مخ ویلي چې مونږ له پخوا یادو بندیزونو ته تیار وو.

د امریکا حکومت او هوواوې شرکت ترمنځ له تېر کاله دغه کړکیچ روان دی چې په دې لړ کې د امریکا حکومت تېر کال د هوواوې یوه کارکونکې هم بندي کړې وه.

د ځینو هېوادونو له خوا پر هوواوې شکونه کیږي چې د چین حکومت د هوواوې توکې د څارني لپاره کاروي، خو د هوواوې شرکت یاد تورونه رد کړي دي.

د هوواوې د رد کولو سربېره بیا هم د ځینو هېوادونو مخابراتو شرکتونو لخوا د هوواوې لخوا د 5G خدمتونو کې د استعمال پر توکو  بندیز لګیدلی دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د