خو نن د دې په ځای چې امنیتي ځواکونه په هیواد کې امنیت تأمین کړي خپله ښاغلی اتمر د یادو ځواکونو په مقابل کې د په اصطلاح تروریستي ډلو په دری چنده زیاتوالي اعتراف کوي.

اتمر: د جوزا تر لومړۍ نېټې وروسته د ګډ حکومت دوام «بحران» رامنځته کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، غوایی، ۳۰ ۱۳۹۸ل): د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو یو شمېر نوماندان چې، نن په کابل کې راټول شوي وو ټینګار کوي چې، د ګډ حکومت کاري موده نوره پای ته رسېدلې او ددې مودې دوام به هیواد د بحران لوري ته بوځي.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو له ډلې «محمد حنیف اتمر» چې یو وخت د ګډ حکومت تر ټولو اساسي ستنه بلل کېده وویل « سر له سبا د اشرف غني د حکومت کاري موده پای ته رسېدلې  او که له دې سره، سره نوموړی کار ته دوام ورکوي، هیواد به د بحران لور ته ولاړ شي».

حنیف اتمر زیاته کړه؛ د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته د ولسمشر کار غیر قانوني دی او دوام یې د ولسمشرۍ وقار له منځه وړي نو ښه به وي څو نوموړی خپله له کاره لاس په سر شي.

د اتمر په وینا، غني د واک د مودې د غځولو په موخه قانوني نهادونه او ستره محکمه تر سیاسي فشار لاندې نیولي او  د رڼو او له فساده د خلاصو ټاکنو په ترسره کولو کې یې خپل اعتبار له لاسه ورکړی نو ځکه باید له واکه لاس واخلي.

بل لور ته د ګډ حکومت ویاند د نوماندانو شورا دا څرګندونې «زړې» او «تکراري» بللې او یو ځل بیا یې تاکید کړی چې، د اساسي قانون د تفسیر یوازېنۍ مرجع «ستره محکمه» ده او یوازې هماغه مرجع کولای شي د ولسمشر د واک موده پای ته ورسوي او یا یې هم وغځوي.

یاده دې وي چې، سبا د جوزا لومړۍ د ګډ حکومت قانوني موده په داسې وخت کې پای ته رسېږي چې ولسمشریزې ټاکنې لا هم د پارلماني ټاکنو په څېر له جنجالونو او ستونزو ډکې دي او تر ډېره امکان لري چې یادو ستونزو ته په کتو یو ځل بیا شاته وغورځول شي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
1 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غ.حضرت
میلمه
غ.حضرت

ته او علومی او نور لس واړه لانده نوماندان خپله د بحران کڅوړی یاستی. هغه افغانستان دی نور ونړیږی او د نړۍ له نقشې دی محو سی کوم چي تا او علومی غوندی خبیث کسان ئې وولسمشران وګڼل سی.

ابو فرحان
میلمه
ابو فرحان

السلام عليكم